د لاسرسي ځای

تازه خبر

وسله والو په باجوړ کې یو پوليس انسپکټر وژلی دی


د باجوړ په مرکز خار کې نامعلومه وسله والو یو پوليس انسپکټر سيد ګل وژلی دی. نوموړی د باجوړ وو او په پوليس لاينز کې يې ډيوټي کوله.

د باجوړ پوليسو د پېښې پخلی کړی دی او مشال راډيو ته د ورکړیو معلوماتو له مخې سيد ګل په پخواني لېويز کې صوبيدار وو خو کله چې د پوليسو قانون فاټا ته وغځېد نو هغه انسپکټر وګومارل شو.

پوليس وايي، سیدګل د خار هيډکوارټر په سيمه کې د وسله والو تر برید لاندې راغلی او تر پيښې وروستو یې وژونکي تښتېدلي دي.

پوليس وايي، د ملزمانو د نیولو لپاره عملېات روان دي.

تر دې وړاندې هم د نومبر پر ۲۲مه نېټه د باجوړ ماموندو یو اوسېدونکی قاري الیاس نامعلومه وسله والو وژلی وو.

قاري الیاس د جمیعت علمای اسلام ف ډلې لخوا د کلیوالو سیمو په را روانو بلدیاتی ټاکنو کې کاندید هم وو.

د نومبر پر ۱۳مه هم د خار تحصيل په راغه ګانو کې د يو باراني بند د ساتنی پر ډيوټۍ ګمارل شوي د پوليسو دوه غړي په يوه بمي چاودنه کې وژل شوي ول.

تر دې وړاندې هم په باجوړ کې يوشمېر شمير امنيت ساتونکي، د امن لښکرو مشران، ملکان او د پوليو کمپاين کارکوونکي په چاودنو يا په هدفي بريدونو کې وژل شوی دی.

د سيد ګل د وژنی زمه واري لا هم چا نه ده قبوله کړې.

XS
SM
MD
LG