د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمانو په سيالکوټ کې د سري لنکايي وګړي وژنه وغندله


دیني عالمان وايي، عدالتونه دې په پېښه کې ښکېلو ټولو نيول شوو کسانو ته د سزا ورکولو مقدمو اورېدنه زر وکړي. انځور - ارشیف
دیني عالمان وايي، عدالتونه دې په پېښه کې ښکېلو ټولو نيول شوو کسانو ته د سزا ورکولو مقدمو اورېدنه زر وکړي. انځور - ارشیف

د پاکستان بېلابېلو اسلامي فرقو سره تعلق لرونکو ديني عالمانو په يو شريک بيان کې په سيالکوټ کې د مذهب سپکاوي په تور د یوه سري لنکايي وګړي وژنه غندلې او له حکومت یې غوښتنه کړې چې په دې وحشي عمل کې لاس لرونکو ته دې سخته سزا ورکړي.

د عالمانو دا وفد د ډېسېمبر پر ۷مه د سرېلنکا سفارت ته ورغلی وو او شريکه اعلاميه یې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر قبله ایاز وړاندې کړه.

هغه رسنيو ته وويل چې عدالتونه دې په پېښه کې ښکېلو ټولو نيول شوو کسانو ته د سزا ورکولو مقدمو اورېدنه زر وکړي.

د ډېسېمبر پر درېيمه په سيالکوټ کې د يوې کارخانې سرېلنکايي منېجر د قهرجنو خلکو له خوا اسلام ته د سپکاوي په تور تر وهلو وروسته وسوځول شو.

پوليسو ويلي چې له ۱۰۰ ډېر کسان یې نيولي او د پېښې په اړه نور تحقیقات روان دي.

د ډېسېمبر پر شپږمه د سري لنکا ولسمشر د پاکستان وزيراعظم سره په دې اړه خبرې کړې وي او ویلي یې وو چې په دې مسله کې د انصاف تمه لري.

وزیراعظم عمران خان دا پېښه د پاکستان لپاره له شرمه ډکه بللې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG