د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتو فلمونو نامتو هدایتکار ممتاز علي خان له نړۍ سترګې پټې کړې


ممتاز علي خان د دره خیبر فلم هدایتکار و او ګڼ نور کامیاب فلمونه یې هم جوړ کړي وو.
ممتاز علي خان د دره خیبر فلم هدایتکار و او ګڼ نور کامیاب فلمونه یې هم جوړ کړي وو.

د پښتو فلمونو وتلی ډایریکټر ممتاز علي خان د ډېسېمبر په دوهمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ نه وفات شو. هغه په ۱۹۴۷ کال کې د خیبر پښتونخوا د نوښار ضلعې په پبو سیمه کې نړۍ ته سترګې غړولې وې.

نوموړي خپل وروستی عمر په لاهور کې تېر کړ، هملته وفات شو او د هغه ښار په جوهر ټاون کې خاورو ته وسپارل شو.

ممتاز علي خان د پښتو فلمونو ډېر لوی ډایرکټر پاتې شوی او په برخه یې ډېر لوی او کامیاب فلمونه دي چې پکې دره خیبر، اوربل، خانه بدوش، جوارګر، دیدن، رحمداد خان، زخمونه، ناوې د یوې شپې، بنګړي او هتکړي، باغي، دوه غرونه او زما قسم د یادولو وړ دي. هغه ګڼ اردو فلمونه هم جوړ کړي وو چې پکې دلهن ایک رات کي، یادون کي بارات، تیسري قسم، باپ کا ګناه، ګهری زخم او میري دشمني هم شامل دي.

اصف خان د دره خیبر فلم هیرو و، دا فلم ممتاز علي خان په ۱۹۷۱ کال کې جوړ کړی و.
اصف خان د دره خیبر فلم هیرو و، دا فلم ممتاز علي خان په ۱۹۷۱ کال کې جوړ کړی و.

د پښو فلمونو پروډیوسرانو او اداکارانو د ممتازعلي خان مړینه د پښتو فلمونو صنعت لپاره ډېر لوی زیان بللی او ویلي یې دی چې پښتو فلمونه به د بیا لپاره داسې ډایرکټر پیدا نه کړي.

د پښتو فلمونو اداکار علي مسلم د ډېسېمبر په څلورمه مشال راډیو ته وویل:

"ممتازعلي خان یو زیرک او پوهه ډایريکټر و ، هغه په پښتو کې هم د اوربل او خانه بدوش او ناوې د یوې شپې په رنګ کامیاب فلمونه جوړ کړي دي او په پنجابۍ او اردو کې یې هم ښه فلمونه جوړ کړي دي. لکه څنګه چې د پښتو فلمي صنعت کې د بدرمنیر بدیل پېدا نه شو، داسې به د ممتازعلي خان ځای هم څوک ونه نیوای شي. هغه ډېر لوی ډایرېکټر او ډېر لوی انسان و."

اداکار لیاقت میجر ، ممتاز علي خان له فلمي نړۍ لرې تبلیغ ته بیولی و.
اداکار لیاقت میجر ، ممتاز علي خان له فلمي نړۍ لرې تبلیغ ته بیولی و.

د پښتو فلمونو پروډیوسر ملک اصف الله مشال راډیو ته وویل، ممتازعلي خان یو عظیم ډایريکټر او انسان و او تر مرګه پورې يې د پښتو فلمونو خدمت وکړ او دا يې د شوق له مخې کول.

نوموړی وايي د پښتو فلمونو بازار هسې هم سوړ و خو اوس چې ممتاز علي خان هم د تل لپاره ورسره خدای په اماني وکړه نو دا صنعت به نور هم مخ په ښکته روان شي.

د پښتو فلمونو په اړه د یو لیکل شوي کتاب لیکوال حاجي اسلم خان وايي چې ممتاز علي خان وروستي څو کلونه له فلمي نړۍ لرې د تبلیغ په لاره کې تېر کړل.

هغه وايي، نوموړی د پښتو فلمونو کامیډي اداکار لیاقت میجر تبلیغ ته بیولی و. لیاقت میجر هم په خپل وروستي عمر کې تبلیغ ته مخه کړې وه. د دغو دواړو ترڅنګ اداکار نعمت سرحدي هم اوس تبلیغي شوی دی.

XS
SM
MD
LG