د لاسرسي ځای

تازه خبر

بېلاروس د ازادې اروپا راډیو د بېلاروس څانګې د ټولنیزو رسنیو ځینې حسابونه افراطي ګرځولي


په پراګ کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر. انځور- ارشیف
په پراګ کې د ازادي راډیو مرکزي دفتر. انځور- ارشیف

د بېلاروس یو عدالت د ازادې اروپا راډیو د بېلاروس څانګې رسمي ټېلیګرام چینل او د رسنیو د سوشل میډیا ځیني اکاونټونه افراطي ګرځولي دي.

دا د هېواد د ټولواکه مشر الېکساندر لوکاشینکا لخوا د خپلواکو رسنیو او مدني ټولنې ضد دوامداره کارروايي ده. نوموړی دعوه کوي چې د تېر کال انتخابات یې ګټلي وو.

خو اپوزیشن ګوندونه وايي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې وه. د ازادې اروپا را‌‌‌ډیو اکاونټونه چې پکې د یو ټیوب چینل هم شامل دی، د افراطي ګرځولو پرېکړه د ډېسېمبر پر درېيمه یو مرکزي ضلعي عدالت کړې ده.

عدالت دا پرېکړه د منظمو جرمونو او رشوتونو د مخنیوي مرکزي ادارې (ګوبوپیک ) لخوا د ورکړل شویو معلوماتو پر اساس کړې ده.

ګوبوپیک په یوه بیان کې وویل، هر هغه څوک چې له هغې میډیا یا چینلونو سره سخت دریځه کرځول شوي، رابطې کوي او یا یې تعقیبوي نو ممکنه ده چې د قید له سزا او نورو سزاګانو لکه له جرمانو سره مخامخ شي.

د ازادې اروپا راډیو مشر جېمي فلای د دغه خبر په غبرګون کې ویلي چې ازاده اروپا راډیو په کلکه دا اقدام ردوي چې د دوی پر څانګې دغه مضحکه خېز نوم تپل شوی دی.

فلای وویل چې د دوی اداره بیا هم د بېلاروس ولس ته د ریښتیني خبرونو او کره معلوماتو ورکولو ته ژمنه ده چې دغه خلک تر هر وخته زیات خپلواکو رسنیو ته ضرورت لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG