د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې نورې پېښې ثبت شوې


د اومېکرون بڼې پېښې اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې ثبت شوې دي.
د اومېکرون بڼې پېښې اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې ثبت شوې دي.

په امریکا کې د کورونا وایرس د اومېکرون بڼې نورې پېښې ثبت شوې دي او هند د ډېسېمبر پر دویمه نېټه ورباندې د یوه کس د ناروغېدو خبر ورکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ حکومتونه د دې باوجود بیا محدودیتونه لګوي چې شاوخوا دوه کلنې جهاني وبا خلک ستومانه کړي دي.

نوې اومېکرون بڼه په تېزۍ په نړۍ کې خپره شوې ده او د ډېسېمبر پر دویمه نېټه تر ۲۰ زیاتو هېوادونو په وایرس د خلکو د اخته کېدو خبر ورکړ.

د اومېکرون بڼې پېښې اوس د امریکا په څلورو ایالتونو کې ثبت شوې دي.

روغتیايي چارواکي وايي، ټولې اته پېښې په مکمل واکسین شویو کسانو کې ثبت شوې دي او هغوی د ناروغۍ معتدل یا کمزوري علامات لري.

امریکايي ولسمشر جو بایډن د ډېسېمبر پر دویمه نېټه هغه هېواد ته د ورتلونکو نړیوالو مساپرو لپاره د ټېسټ نوي مقررات اعلان کړل او ژمنه یې وکړه چې امریکایان به ژر په خپلو کورونو کې د کووېډ-۱۹ وړیا معاینو ته لاسرسی ولري.

ساینسپوهان دا معلومول غواړي چې ایا د وایرس اومېکرون بڼه د اوسنۍ خپرې ډېلټا بڼې پرتله په چټکۍ خپرېږي او ایا خلک سخت ناروغولای شي او که نه؟ هغوی دا هم څېړي چې موجوده واکسینونه د دې بڼې خلاف څومره موثره دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبليو اېچ او) خبرداری ورکړی دی چې د دې پوښتنو ځواب معلومول ښايي څو اوونۍ وخت واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG