په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د مخکیني جمهوري نظام پوځیان ځان خوندي نه بولي او دوی ته د ورڅېرمه ګواښ او خطرونو په اړه یې وخت په وخت خپل غږ پورته کړی دی.
تازه يوشمېر ښځينه پوليسې وايي، ژوند یې له خطر سره مخ دی او نړیوال يې بايد د خونديتوب لپاره ژر اقدام وکړي.
دوی د نومبر پر ۲۹مه نېټه له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل ژوند د نهخونديتوب په اړه اندېښنې شريکې کړې او وايي چې د طالبانو له راتګ وروسته نهشي کولای په عادي ډول خپل ژوند ته دوام ورکړي.
ګيتا قادري په تېر نظام کې ۱۱ کاله افسره او پوليسه پاتې شوې.
دا وايي، اوسيې ژوند له سختو کړاوونو او ګواښونو سره مخ دی: "د طالبانو په راتک سره له موږ څخه د کار، تحصيل او ژوند کولو حق اخيستل شوی، ما په سياسي علومو کې لوړې زدهکړې کړي، خو اوس په کور ناسته يم او ژوند مې هم له ګواښ سره مخ دی، هېڅوک زموږ غم نهخوري، افغانستان يو وخت ډېرې مېرمنې په دفاعي او امنيتي برخو کې درلودې، که د ګوتو په شمېر وتې وي نورې ټولې په افغانستان کې بندې پاتې دي او د وېرې ژوند پر مخ بيايي."
اغلې قادري وايي، د دې په څېر په زرګونه نورې ښځینه پولیسې هم له ورته برخليک سره مخ دي.
د مخکېني جمهوري نظام بله ښځينه پولیسه د نوم نهښودلو په شرط ازادي راډيو ته وايي، نړيوالو دوی هېر کړي او ژوند یې ورته ارزښت نهلري.
د دې په خبره، په تېر حکومت کې پر موږ زيات لګښت وشو، خو اوس بېبرخلیکه یو.
دا وایي: "د طالبانو له حاکميت وروسته اوس په سختو شرايطو کې له ګواښ ډک ژوند کوو، موږ اوس له ياده ويستل شوي يوو، هغه هېوادونه چې موږ يې دغې لارې ته وهڅولو اوس ترې غواړو چې موږ يوازې پرېنږدي."
د یادونې ده چې د مخکېني جمهوري نظام د پوځیانو دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته او د دوی د حکومت لهخوا د عمومي عفوې له اعلان سره سره د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ په پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونو کې یو شمېر پخواني پوځیان د وسلهوالو لهخوا وژل شوي دي.
طالبانو په ځینو مواردو کې ویلي چې دا کار د دوی نهدی، خو په ځینو مواردو کې یې د څېړنو خبره کړې چې بیا یې جزئیات نهدي شریک شوي.
خو د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت بيا په ځانګړي ډول د تېر جمهوري نظام د ښځینه پولیسو اندېښنې بېځايه بولي.
د دې وزارت وياند سعيد خوستي ازادي راډیو ته وویل، دغو پولیسو ته هېڅ ډول ګواښ نه شته.
خوستی وایي: "هېڅ ګواښ دوی ته متوجې نهدی، د هېڅ لوري لهخوا دوی نه ګواښل کېږي. که ګواښل کېږي موږ ته دې ووايي، دا ټولې مبهمې او مجهوله خبرې دي حقيقت نه لري."
د خوستي په خبره، نه يوازې دا چې دوی ته ګواښ نه شته، بلکې یو شمېر یې چې ورته اړتیا وه، بیرته خپلو اړوندو څانګو کې دندو ته هم راغوښتل شوې دي.
خو نوموړی د بیرته په دنده شویو ښځینه پولیسو شمېر نه شریکوي.
د افغانستان د تېر جمهوري نظام د امنیتي بنسټونو د چارواکو د هغه مهال په خبره، دوی شااوخوا ۳۵۰ زره اردو او پوليس درلودل چې په څلورو کې يوه برخه يې مېرمنې وې.
د اګسټ پر ۱۵مه د طالبانو لهخوا د پلازمېنې کابل تر نیونې وروسته یوشمېر دوی نورو هېوادونو ته ولاړل، خو یو شمېر یې لا هم په افغانستان کې دي او له یو نامعلوم برخليک سره مخ دي.