د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ د علي وزیر د ضمانت پر خواست بله اورېدنه د نومبر پر ۲۹مه کوي‌


علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو
علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو

د پاکستان سپریم کورټ د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د جنوبي وزیرستان پارلماني استازي علي وزیر د ضمانت لپاره د ورکړل شوي درخواست بله اورېدنه د نومبر پر ۲۹مه ور بللې ده.

دا پرېکړه د نومبر په ۲۶مه په اسلام اباد کې د سپريم کورټ د جسټس سردار طارق مسعود په مشرۍ درې کسيزې جرګګۍ کړې ده.

یادې جرګګۍ د نومبر پر ۲۶مه د دې درخواست اورېدنه وکړه او د سيند صوبې د پراسيکوټر په خواست يې د علي وزير د ضمانت د درخواست په اړه اورېدنه تر درو ورځو وځنډوله.

که څه هم د سيند پراسيکيوټر عدالت ته خواست کړی وو چې د علي وزير د ضمانت خواست د اوږدې مودې لپاره وځنډوي خو عدالت نه ده منلې.

د علي وزير وکيل صلاح الدين ګنډاپور تر اورېدنه وروسته مشال راډيو ته وويل، دا لومړۍ اورېدنه وه او دوی د ځنډ په اړه خپل شکایت عدالت ته وړاندې کړی دی.

ده وویل، "موږ نن عدالت ته وويل چې د علي وزير د ضمانت يو خواست له پينځو مياشتو د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټري کې دی او پکار ده چې پر دې خواست په سمدستي توګه اورېدنه وشي."

د صلاح الدین ګنډاپور په وینا، له هغه وروسته عدالت یوازې درې ورځي وروسته د نومبر پر ۲۹مه نيټه بله اورېدنه ټاکلې ده.

دا له هغه وروسته ده چې اډوکېټ صلاح الدين ګنډاپور تېره اونۍ د علي وزير په ضمانت د خوشي کولو لپاره په سپريم کورټ کې د بېړنۍ اورېدنې خواست کړی وو کوم چې سپریم کورټ د نومبر پر ۲۲مه منلی وو.

تر دې وړاندې د علي وزير د ضمانت لپاره د هغه وکيل قادر خان اېډوکېټ د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټرۍ کې د سږني کال د جون مياشت کې هم خواست وړاندې کړی وو او د جون پر ۲۵مه نېټه د سپريم کورټ په کراچۍ رجسټري کې یې د ۲۰۲۰ز کال پر ۶م دسمبر د سهراب ګوټ د پي ټي اېم غونډې ته د علي وزير د کړې وينا ژباړه وړاندې کړې وه خو بیا یې تر اوسه بله اورېدنه نه ده شوې.

یاده دې وي چې د سيند های کورټ دوه کسیزه بینچ او د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ ضد عدالت د علي وزير په ضمانت د خوشې کېدو خواست رد کړی وو خو له علي وزير سره په قضيه کې ګرفتار د پي ټي اېم د کراچۍ ټول غړي د ترهګرۍ مخنيوي عدالت په ضمانت پرېښودل او يوازې علي وزير پکې له تېرو ۱۱ مياشتو راهیسي د کراچۍ په لوی زندان کې بندي دی.

بلخوا د نومبر پر ۸مه نېټه دمنظور پشتين تر اعلان وروستو پښتون ژغورنې غورځنګ د علي وزير د خوشې کېدو لپاره د هېواد په بېلا بېلو ښارونو او سيمو کې د احتجاج نوې لړۍ پيل کړې ده.

په دې لړ کې یې د نومبر پر ۱۴مه په کراچۍ، پېښور او کوټه کې لويې احتجاجي مظاهرې وکړې او د پاکستان له حکومته يې غوښتنه وکړه چې د قامي اسمبلۍ غړي علي وزیر په ګډون د غورځنګ ټول نيول شوي غړي او پلویان دې ژر تر ژره خوشې کړل شي.

په دې مظاهرو کې د عوامي نيشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړي او یو شمېر مخکښان هم شامل وو.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له اعلان کړې احتجاجي لرۍ سره سم د نومبر پر ۲۸مه په کوټه، د دسمبر پر ۵مه نېټه په ټانک او د دسمبر پر ۱۹مه نېټه په کراچۍ کې احتجاجي جلسې کېږي.

تر هغه وروسته به پښتون ژغورنې غورځنګ د دسمبر پر ۲۶مه د سيند اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

د غورځنګ مشر منظور پښتین اعلان کړی چې که د هغه پرلت پر مهال په لس ورځو کې علي وزیر او د غورځنګ نور غړي خوشي نه شول نو به له کراچۍ د بلوچستان پر لور او له هغه ځایه د خیبر پښتونخوا له لارې د اسلام اباد پر لور اوږد لاریون پیلوي.

علي وزير د ۲۰۲۰ز کال د دسمبر پر ۱۶مه پوليسو نيولی وو او د هغه پرضد د پروسږ کال د دسمبر پر ۶مه د کراچۍ په سهراب ګوټ جلسه کې پوليس تور پورې کوي چې د رياست او ریاستي ادارو پرضد يي ويناکړې وه خو پښتون ژغورنې غورځنګ د پوليسو دغه تورونه بيا بيا رد کړي او وايي چې دوی له قانونې او پرامنه لارې د پښتنو حقونه غواړي.

XS
SM
MD
LG