د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سره صلیب کمېټه وايي، د افغانستان شتمنیو کنګل کېدو میلیونونه افغانان اغېزمن کړي


په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ. انځور - ارشیف
په افغانستان کې بې کوره کړل شوي کورنۍ. انځور - ارشیف

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د افغانستان د اربونو ډالرو په ارزښت د شتمنیو د کنګل کېدو په دې هیواد کې په میلیونونو هغه افغانان اغېزمن کړي چې د بقا لپاره اساسي خدماتو ته اړتیا لري.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د نومبر پر ۲۵مه په یوه ټویټ کې ویلي چې دا خبره د دې ادارې د عملیاتي چارو مشر ډامنیک سټیلهارټ افغانستان ته تر سفر وروسته کړې ده.

د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د افغانستان نهه نیم اربه ډالره شتمنۍ د امریکا په بانکونو کې کنګل شوې چې د طالبانو حکومت ورته لاسرسی نه لري.

په داسې حال کې ده چې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې لوړې شوي، ژمی هم پیل شوی دی او په افغانستان کې د بې کارۍ اندازه هم زیاته شوې ده.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ویلي چې که د افغانستان کرنه او معیشت سم د لاسه خوندي نه شي، په میلیونونو افغانان ښايي له یوه ناورین سره مخامخ شي.

کانګرس ته د طالبانو لیک: امریکا دې د افغانستان کنګل زېرمې پرېږدي

پيسو نړيوال صندوق: سږکال به د افغانستان اقتصاد ۳۰ فیصده کمزوری شي

امنيت راغلی خو ډوډۍ ولاړه: د کابل اوسېدونکي

دې ادارې ویلي، د را روان پسرلي پرمهال په خپل سکټور کې د بېړني اقدام لپاره ۱۱۵ میلیونه ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

خو د څېړونکو ادارو په وینا، په افغانستان کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د خلکو بشري اړتیاوې او د بې وزلۍ اندازه په پراخېدو ده.

ګڼو افغانانو له مشال راډیو سره په تماسونو کې شکایت کړی چې اوس هم د بشري مرستو په وېش کې انصاف نه کېږي.

کابل کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ
کابل کې یو شمېر بې ځایه شوې کورنۍ

د اروپايي کمېسیون د ملکي خوندیتوب او بشري مرستو د څانګې مشرې پراسکیفي میچو په بروکسل کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې، ډیبرا لاینز له افغانستان سره د بشري مرستو پر دوام، روغتيايي خدماتو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

مېرمن میچو د نومبر پر ۲۵مه په خپله رسمي ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په روان بحران کې د افغانانو ملاتړ ته په ګډه دوام ورکوي.

د ملګرو ملتونو سازمان په یوه تازه راپور کې راغلي چې اتلس اعشاریه څلور میلیونه افغانان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ تر درې میاشتو زیاته موده وشوه خو د نړۍ یوه هیواد هم لا تر اوسه په رسميت نه دي پېژندلي.

نړیوال وايي، دوی چې طالبانو ته کوم شرطونه ایښي دي‌ دوی هغه لا نه دي پوره کړي. خو طالبان وايي دوی په شرایطو پوره دي‌ او نړۍ دې دوی په رسمیت وپېژني او کنګل شوې شتمنۍ دې ورته خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG