د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي او طالبان مشران راتلونکې اوونۍ په قطر کې سره ویني


د طالبانو حکومت هم له امریکا سره د خپلو راپورته شویو ستونزو د حل لپاره سیاسي او ډپلوماټیکي هڅې تر ټولو منطقي او ښه لار بولي.
د طالبانو حکومت هم له امریکا سره د خپلو راپورته شویو ستونزو د حل لپاره سیاسي او ډپلوماټیکي هڅې تر ټولو منطقي او ښه لار بولي.

د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی تامس ویسټ به د طالبانو له مشرانو سره د ملاقاتونو لپاره راتلونکې اوونۍ قطر ته سفر کوي.

د وزارت ویاند نیډ پرایس د نومبر پر ۲۳مه وویل چې دواړه خواوې به په دوحه کې د افغانستان په اړه زموږ په مهمو ګټو خبرې وکړي.

د نوموړی په وینا په دې کې د بشري مرستو او افغانستان د اقتصادي وضعې په ګډون د ترهګرۍ ضد مبارزه او د امریکايي وګړو او هغه افغانانو لپاره خوندي تګ شامل دی چې امریکا ورسره ځانګړې ژمنه کړې ده.

د روانې میاشتې په پیل کې په اسلام اباد کې د ټرایکا پلس په نوم غونډه هم شوې وه چې پکې د مغربي هېوادونو په ګډون د پاکستان، روسیې او چین سفارتکارانو هم برخه اخيستې وه. دغې ډلې بیا د طالبانو له استازو سره کتلي ول.

د وېسټ د دې سفر یوه بله موخه، له خپلو متحدانو او شریکانو سره د یوې داسې تګ‌لارې جوړول دي چې په افغانستان کې د بشري ناورین مخه ونیسي.

د طالبانو حکومت هم له امریکا سره د خپلو راپورته شویو ستونزو د حل لپاره سیاسي او ډپلوماټیکي هڅې تر ټولو منطقي او ښه لار بولي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌ الله مجاهد مشال راډیو سره خبرو کې دا خبرې ګټورې وبللې او وايي، دوی یې د بریا لپاره ژمنتیا لري.

دی وايي: "دواړه لوري خپلې ژمنې تازه کوي او کوښښ کوو چې پېښې اندېښنې پای ته ورسېږي او د افغانستان د خلکو پانګه هم ازاده شي دا به تر ډېره اقتصادي مسایل هم حل کړي. دویمه خبره دا ده چې د ډپلوماټیکو اړیکو بنسټ کېږدي او دا د دواړو خواوو په ګټه تمامېږي."

خو هغه څه چې امریکا یې د خپلو ملي ګټو په سر کې بولي، د دې ډاډ تر لاسه کول دي چې افغانستان نور هېڅکله د ترهګرو ډلو لپاره په خوندي پټنځای بدل نه‌ شي.

امریکا اوس‌مهال داعش ـ خراسان څانګه د افغانستان، خپلو شریکانو او د خپلو ملي ګټو لپاره ګواښ بولي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند نېډ پرایس په خبره، دوی د دې ډلې د ماتولو او ځپلو لپاره د نړیوال ایتلاف تر څارنې له خپلو متحدانو او شریکانو سره ګډ کار کوي، څو داعش مالي سرچینو ته له لاس‌ رسي محروم کړي.

که څه هم د طالبانو حکومت داعش ـ خراسان څانګه د افغانستان او ځان لپاره ګواښ نه بولي، خو بیا هم له دوی سره د ټام‌ ویسټ د مذاکراتو یوه مهمه برخه ده.

امریکا د نومبر پر ۲۳مه څلور افغانان د داعش – خراسان څانګې د مشرانو او دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو په تور نړیوال ترهګر ونومول او ترخوا یې د دوی نومونه د ترهګرو په تور‌ نوملړ کې ځای کړي دي.

ثناالله غفاري، سلطان عزیز عزام او مولوي رجب د داعش- خراسان څانګې په مشرتابه کې د دوی د رول په خاطر نړیوال ترهګر نومول شوي او پر عصمت‌الله خلوزي بیا دې ډلې ته د مالي اسانتیاوو د برابرولو له امله نړیوال بندیزونه لګول شوي.

تازه طالبانو هم د افغانستان ختیځ ننګرهار ته د داعش ډلې د ځپلو لپاره ځانګړي ځواکونه استولي.

د طالبانو د حکومت ویاند که څه هم د دې ځواکونو کره شمېر نه ښيي، خو زیاتوي، دوی هیله‌ مند دي چې ډېر ژر به په افغانستان کې د داعش – خراسان څانګې لمن ور ټوله کړي.

XS
SM
MD
LG