د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوړ: د قاري الیاس د وژنې خلاف پرلت پای ته ورسېد


د قاري الیاس د وژنې پرضد په خار کې احتجاجي پرلت. ۲۰۲۱، ۲۳م نومبر
د قاري الیاس د وژنې پرضد په خار کې احتجاجي پرلت. ۲۰۲۱، ۲۳م نومبر

باجوړ ماموندو د قاري الیاس د وژنې پرضد باجوړ خار (ښار) کې د سرکاري کالونۍ په لویه دروازه کې پرلت د یوه سرکاري پلاوي په ډاډ پای ته ورسېد.

قاري الیاس د نومبر پر ۲۲مه د خار په سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې وژل شوی دی، د هغه مشر ورور سلطان محمد هم د ۲۰۱۹ز کال په اکتوبر میاشت کې نامعلومه وسله والو وژلی وو.

د باجوړ پولیسو ویاند سلیمان خان له لوري مشال رېډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کې راغلي چې د دهرنې (پرلت) له مشرانو سره پولیس چارواک او ضلعي انتظامیې غونډه وکړه او له خپله لوري یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.

د خبرو تر کامیابېدو پس د قاري الیاس جسد خپل کلي ته ولېږدول شو. د هغه کورنۍ یې وايي چې قاري الیاس د خار په یو سکول کې د شپاړسم ټولګي د امتحان پرچه ورکړې وه، څنګه چې غرمه ناوخته له سکوله بهر ووتو، نو نامعلومه تنانو په ډزو وویشتو.

وژل شوی قاري الیاس او د هغه کورنۍ د جمعیت علماء اسلام ف ډلې سره تړاو لري او ګوند یې د هغه د وژنې خلاف د احتجاجي دهرنې مشري کوي.

د دغه ګوند یوه پخواني سېنېټر مولانا عبدالرشید د نومبر پر ۲۲مه احتجاجي پرلت ته په خپلو خبرو کې وویل، چې تر اوسه په باجوړ کې د جمعیت علما اسلام (ف) ۱۵غړي وژل شوي دي، وینه یې تویه شوې ده. نوموړي وویل د دوی وژل شویو ملګرو هېڅ یو قاتل نه دی نیول شوی او نور دوی کاغذونه نه مني، دوی د قاتلینو پرضد عملي کارروايي غواړي.

قاري الیاس د نومبر پر ۲۲مه ناڅرګندو وسله والو وواژه
قاري الیاس د نومبر پر ۲۲مه ناڅرګندو وسله والو وواژه

وړاندې پرلتوالو ته د مولانا عبدالرشید وینا وه چې دوی تر هغې خپله دهرنا نه ختموي چې تر څو د قاري الیاس قاتلان نه وي نیول شوي.

دغه احتجاجي دهرنې ته د عوامي نیشنل ګوند په ګډون د نورو سیاسي او سماجي ډلو مشران هم ورغلي ول. دوی هم په خپلو ویناګانو کې د قاري الیاس د قاتلانو د زغرده ګرفتارۍ او په سیمه کې د هدفي وژنو د مخنیوي غوښتنه کوله.

د عوامی نیشنل ګوند د باجوړ مشر ګل افضل د نومبر پر ۲۲مه له رسنیو سره په خبرو کې وویل:

((زه پر تاسو دا سوال کوم، چې نورې دا جنازې اوچتوو که څنګه؟ چې نور دا وژل شوي خلک ښخوو که څنګه؟

نو! خواست مې دا دی چې نور یې نه ښخوو.))

د پرلت ګډونوالو د قاري الیاس مړی هم له ځان سره د خار باجوړ د کالونۍ په دروازه کې ایښی دی او وايي، مړی به یې تر هغو نه ښخوي چې قاتلان یې نه وي نیول شوي.

په باجوړ کې له یوې مودې راهیسې د هدفی وژنو لړۍ روانه ده. تر دې وړاندی د سیاسي ډلو، امن لښکرو او سیکوریټي غړو یوشمېر تنان په بمی چاودنو کې یا په ګولو ویشتل شوي دي.

د نومبر پر دیارلسمه په راغه ګانو کې د باراني بند ساتونکي دوه پولیسوال هم هغه وخت په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو، چې کله د خپلې امنیتي څوکۍ پلو روان ول.

د مولانا عبدالرشید په وینا چې د روان کال په جنورۍ کې د جمعیت علماء اسلام ف ډلې یو بل ځایي مشر او دغه ګوند د انتظامي ډلې انصار الاسلام یو مشر مولانا عبدالسلام چې د ډمه ډولې اوسېدونکی وو، په یوه بمي چاودنه کې وژل شوی وو.

د نومبر پر ۲۲مه دغه دهرنې ته د جماعت اسلامي باجوړ مشر سردار خان هم ورغلی وو او له میډیا سره یې خبرې کړې دي..

((زموږ د ټولو دغه یوه خبره ده چې موږ امن غواړو، د ملک د آئین او منشور په دایره کې دننه موږ پرامن احتجاج کوو او نوره دې دا وینه نه تویېږي.))
د قاري الیاس مړی یې لاهم خاورو ته نه دی سپارلی. د دهرنې ځای ته له باجوړه صوبایي وزیر انور زیب خان، پخوانی ګورنر انجینیر شوکت الله خان او داسې نور یوشمېر مخور تنان ورغلي ول.

د دغه پېښې په حواله د باجوړ د پولیسو اېس پي محمد زمان د نومبر پر ۲۲مه له میډیا سره په خبرو کې د قاري الیاس د قاتلیو د نیولو هوډ وښود.

د باجوړ پولیس چارواکو مشال ریډیو ته ویلي چې د قاري الیاس د قاتلانو په نیولو پسې دي.

د خار باجوړ د سیول کالونۍ په لویه دروازه کې د احتجاجي ناستې برخوال غوښتنه کوي چې اول دې قاتلان ونیول شي، تر هغه وروستو به د قاري الیاس مړی ښخوي.

XS
SM
MD
LG