په بلوچستان پوهنتون کې زده کوونکو خبرداری ورکړی دی چې که لادرکه شوي دوه زده کوونکي پیدا نکړل شول نو نورې تعلیمي ادارې به هم وتړي.
د احتجاج کوونکو زده کوونکو مشرتابه د نومبر پر ۲۰مه خبري غونډې ته وویل چې که د نومبر تر ۲۳مې لادکه زده کوونکي راستانه نه شول نو د نومبر له ۲۴مې به خپل احتجاج پسې پراخ کړي.
د احتجاج کوونکو یو مخکښ جهانګیر بلوڅ وویل، "د چهار شنبې له ورځې به د بلوچستان کالجونه او نورې تعلیمي ادارې هم بندي کړو، په دې اړه د استازانو ، سیکرټري تعلیم او نورو چارواکو څخه غوشتنه کوو چي هغه دي د احتجاج پر مهال د زور او تجاوز څخه کار نه اخلي ځکه چي بیا به د دې پرامن احتجاج اغیزې زیاتي مشکلې شي."
د بلوچستان پوهنتون انتظامي چارواکو د نومبر پر ۲۰ مه له احتجاج کوونکو سره لیدلي او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې لادرکه زده کوونکي سهل بلوڅ او فصیع بلوڅ به ډېر ژر خوشي کړل شي.
د بلوچستان پوهنتون کوټې څخه د دوو زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد د پوهنتون زده کوونکو له هغه وروسته بیا په احتجاج لاس پورې کړی چې د دوی په وینا، حکومت یې غوښتنې نه پوره کوي.
دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د روانې میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د پوهنتون له هاسټله د ورکو دوو زده کوونکيو سهیل بلوڅ او فصیح بلوڅ درک ولګوي او ذمه وارو ته دې سزا ورکړي.
د احتجاجونو له کبله په پوهنتون کې د زده کړو لړۍ ولاړه ده او کلنۍ ازموینې هم اغېزمنې شوي دي.
بلخوا د بلوچستان وزیراعلا میرعبدالقدوس بزنجو د بلوچستان پوهنتون د لادرکه زده کونکو په اړه د مالوماتو لپاره یوه درې کسیزه پارلېماني کمیټي هم ټاکلې ده.
د بلوچستان حکومت ویاند او صوبایي وزیر سردار عبدالرحمان کېتراڼ د نومبر پر ۱۹مه د اسمبلۍ غونډې ته وویل، دا د ریاست زمه داري ده چې لادرکه شوي زده کونکي پیدا کړي.
ده زیاته کړې چې که پر چا د څه جرم توروي نو هغه دې عدالت ته وړاندي کړل شي.
د پوهنتون د زده کوونکو د لادرکه کېدو پرضد دا احتجاجونه د نومبر پر اتمه نېټه پیل شوي دي.
بلخوا د پوهنتون انتظامیې د نومبر له ۱۰مې نېټې راهیسې پوهنتون تر ناڅرګنده نېټې پورې تړلی دی.