د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تیرا درې مشران وایي، د تحصیل درجه ورکړل شوې خو اسانتیاوې نشته


د تیرا او باړې ولس وایي هلته په تیره بدامنۍ کې خلکو ته ډير مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي نو حکومت ته په کار ده چې د دوی مرسته وکړي. 
د تیرا او باړې ولس وایي هلته په تیره بدامنۍ کې خلکو ته ډير مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي نو حکومت ته په کار ده چې د دوی مرسته وکړي. 

د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خیبر لرې پرتې تیرا درې مشران وایي دې سیمې ته د تحصیل درجه ورکړل شوې خو تر اوسه د تحصیل په توګه فعاله شوې نه ده.

د دوی په وینا، هلته د بېنک او ډاکخانې سهولت نشته، د ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ خدمات نه دي ورغځیدلي او روغتون هم بند پروت دی.

د تیرا لوزکې کلي یو قبایلي مشر الحاج نورنګ اپریدي مشال راډیو ته وویل، "پکار ده چې هلته د حکومتي وعدو مطابق پرمختیایي کارونه وشي او ټولې ولسي ادارې فعاله کړل شي."

ده زیاته کړه چې د تحصیل ودانۍ تیاره شوې ده خو عمله پکې نشته او سړکونه منظور شوي خو کار پرې نه کیږي.

ده وویل، "موږ د دې سیمې د صوبايي او قومي اسمبلۍ له غړو غوښتنه کوو چې دلته دې د اوبو ستونزه هم هواره کړل شي او ټول سهولتونه دې خلکو ته ورکړي."

نوموړي زیاته کړه چې که چېرې دوی داسې نه کوي نو خلک به په احتجاج لاس پورې کړي.

د تیرا او باړې د متاثرینو یو مشر عبدالغني اپریدی وایي، د تیرا ولسي وګړي د مهمو اسنادو جوړولو لپاره اوس هم باړې او پیښور ته ورځي.

ده وویل چې د ډومیسایل او شناختي کارډ جوړولو لپاره چې خلک له تیرا باړې ته څوک ځي نو لږ تر لږه دوه زره کرایه ورکوي.

ده زیاته کړه چې که خپل تحصیل ورته جوړ شو نو بیا به یې دا خرڅونه نه کېږي.

نوموړي وویل، "که څوک زخمي شي او یا هم د ښځو اولاد پیدایش وي نو ریسکیو ایمبولینس نه وي."

د خیبر له تیرا او باړې د قومي اسمبلۍ منتخب شوي غړي اقبال اپریدي په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د دې ستونزو د هواري لپاره یې ډېرې هلې ځلې کړې دي.

ده وویل چې ځايي خلکو ته به هغه ټول سهولتونه ورکوي چې کوم په میداني سیمو کې خلکو ته ورکړل شوي دي.

اقبال اپرېدي زیاته کړه، "د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر په خپله د دې تحصیل منظوري ورکړې ده او په دې باندې ۹۰ فیصده کار شوی دی، ودانۍ یې تیاره ده، تر دې بلدیاتي انتخاباتو وروسته به پرانستل شي."

نوموړي‌ زیاته کړه چې د ډاکخانې او بېنک اسانتیا لپاره یې هم هلې ځلې پيل کړې دي.

اقبال اپرېدي وویل چې په دې سیمه کې اوس ډېره یخني ده او چې کله ژمی تېر شي نو پر ټولو پروژو به کار پیل شي.

د تیرا او باړې ولس وایي هلته په تیره بدامنۍ کې خلکو ته ډير مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي نو حکومت ته په کار ده چې د دوی مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG