د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د لویانو لپاره د کورونا دریم واکسین لګولو اجازه ورکړه


د امریکا روغتیايي اداره وايي، خلک کولای شي په خپله خوښه ځان واکسین کړي. انځور- ارشیف
د امریکا روغتیايي اداره وايي، خلک کولای شي په خپله خوښه ځان واکسین کړي. انځور- ارشیف

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې "سي ډي سي" د نومبر پر ۱۹مه د کورونا وایرس په وړاندې د مدافعت لا زیاتولو لپاره د بوسټر په نامه د دریم واکسینو لګول لاسلیک کړ.

دا تر هغې څو ساعته وروسته وه چې د ماهرینو یوې خپلواکې ډلې وویل چې د ماډرنا او فایزر -بایو این ټیک واکسینو دریم خوراک اخیستل د کورونا وایرس خلاف مدافعت زیاتوي.

تر دې وړاندې د کورونا وایرس دریم واکسین تر پنځه شپېته کاله زیات عمر لرونکو، کم قوت مدافعت لروونکو، د سختې ناروغۍ له زیات خطر سره مخامخ خلکو او د هغو لپاره منظور شوي وو چې د زیات خطر په حالاتو کې کار کوي.

د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې په مشخصه توګه وړاندېز نه دی کړی چې ټول لویان دې د کورونا وایرس دریم واکسین ولګوي خو وې ویل چې خلک کولای شي په خپله خوښه ځان واکسین کړي.

د نویو اصولو له مخې لویان کولای شي چې د خپل دویم واکسین شپږ میاشتې وروسته د فایزر او یا ماډرنا واکیسن ولګوي.

ادارې ویلي چې خلک کولای شي چې که مخکې یې د یوې کمپنۍ واکسین لګولی وي، وروسته په دغو دواړو کې د کومې یوې هغه واکسین ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG