د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان: ګرانۍ کمولو ته را روان بجټ کې ۱۰۰ اربه روپۍ ږدو


د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پر دې مهال په سوات کې د يو شمير ترقیاتي کارونو اعلان هم وکړ.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر محمود خان پر دې مهال په سوات کې د يو شمير ترقیاتي کارونو اعلان هم وکړ.

د خيبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان ویلي چې د صوبې په را روان بجټ کې به ۱۰۰ اربه روپۍ د دې لپاره بېلوي چې ګراني راکمه کړي.

محمود خان دا اعلان د نومبر پر ۱۹مه د خیبر پښتونخوا د سوات په سنګوټه کې یوې ولسي غونډې ته په وینا کې کړی دی.

محمود خان په وینا کې وويل، حکومت هم مني چې په ملک کې ګراني ده او عام ولس يې له مشکل سره مخامخ کړی دی.

خو ده زیاته کړه چې یو پلو وفاقي حکومت د احساس پروګرام تر سوري لاندې ولس ته مرستې ورکوي او بل خوا به صوبايي حکومت هم په راتلونکي وخت کې د ګرانۍ کمولو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ بېلې کړي.

ده وویل، " نوي معلومات را ټول شوي دي، نوې سروې شوې ده، له هغې سره سم به د مرستو پيسې ورکول کېږي، د هغه پر بنیاد به د بنيادي خوارک توکي په رعایت ورکول کېږي او دا مې درسره لوظ دی چې یوازې به مو نه پرېږدم."

اعلا وزیر محمود خان پر دې مهال په سوات کې د يو شمير ترقیاتي کارونو اعلان هم وکړ.

نوموړي وویل چې د روان کال په دسمبر کې به وزيراعظم عمران خان د سوات ايکسپريس وې د دویم پړاو پرانسته کوي چې له چکدرې تر باغ ډهېرۍ به جوړېږي.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د هغې ولسي غونډې یو نصویر چې اعلا وزیر محمود خان ورته وینا وکړه
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د هغې ولسي غونډې یو نصویر چې اعلا وزیر محمود خان ورته وینا وکړه

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت یو شمېر مخالفو ګوندونو اتحاد پاکستان جمهوري تحریک په ملک کې د ګرانۍ له کبله د حکومت پرضد احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

د مولانا فضل الرحمان په مشرۍ دا اتحاد تور پورې کوي چې د تحریک انصاف حکومت د ملک په چلولو نه پوهېږي او د جدي اقتصادي ستونزو په رامنځ ته کولو یې ملک د تباهۍ پر لور روان کړی دی.

دوی غوښتنه کوي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت دې زر تر زره استعفا وکړي او په ملک کې دې داسې شفاف انتخابات وشي چې د پوځ هیڅ رول پکې نه وي.

پاکستان جمهوري تحریک دا تور پورې کوي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د پوځ له خوا په درغلیو راغلی دی او هیڅ قانون حثیت نه لري.

خو د حکومت او پوځ تر څنګ د انتخاباتو کمېشن هم دا تورونه ردوي چې ګواکې د ۲۰۱۸م کال د جولايي پر ۲۵مه په شویو عامو انتخاباتو کې درغلۍ شوې وې.

عمران خان او حکومت یې دریځ لري چې د پاکستان جمهوري تحریک په نامه راټول شوي حکومت مخالف ګوندونه یوازې هغه درغلۍ پټول غواړي چې دوی په تېرو وختونو کې کړې دي.

د عمران خان په مشرۍ حکومت وايي، په ملک کې اقتصادي مشکلات ورته له تېرو حکومتونو پاتې دي او دوی یې د هواري هڅې کوي.

XS
SM
MD
LG