د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګرو ملتونه: د افغانستان ۶۰ ٪ وګړي له لوږې سره مخامخ دي


افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال
افغانستان کې بې ځایه شوي کډوال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په افغانستان کې د ممکنه بشري ناورين خبرداری ورکړی دی.

ديبورا لاینز د ملګرو ملتونو امنيت شوری ته د نومبر پر ۱۷مه نېټه وويل چې د افغانستان له ۳۸ میليونه وګړو څخه ۶۰ فيصده خلک د لوږې تر کچې پورې له يو کړکېچ سره مخامخ دي او ښايي دا وضعيت په ژمي کې نور هم بدتر شي.

نوموړې وويل، باید نړيوال هرو مرو داسې لارې چارې ولټوي چې له مخې يې افغان ولس ته مالي مرستې ورسېږي.

هغې زياته کړه، افغانان ځانونه متروکه او هېر کړل شوي احساسوي او داسې ګڼي چې دوی ته د هغه څه سزا ورکول کېږي چې پکې د دوی هېڅ قصور نه شته.

هغې وويل چې پر طالبانو لګول شويو بنديزونو بانکي نظام فلج کړی چې له کبله يې د اقتصاد هراړخيزه اغېز شوی دی.

دې د شوری غړيو ته ډاډ ورکړ چې ملګري ملتونو به پوره هڅه کوي چې یقيني کړي چې پیسې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG