د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلمان ګډه غونډه د دې هېواد پر راتلونکي سياست څه اغېز کولای شي؟


د پاکستان پارلمان ګډه غونډه د دې هېواد پر راتلونکي سياست څه اغېز کولای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:26 0:00

د پاکستان د قامي اسمبلۍ او سېنېټ ګډې غونډه ته د نومبر پر ۱۷مه نېټه يوشمېر قانوني مسودې د منظورۍ لپاره وړاندې شوې چې پکې په انتخاباتو کې د اليکټرانيکي مشين د استعمال هغه هم شامل وو. په پارلماني چارو کې د وزیراعظم سلاکار بابر اعوان د ۲۰۱۷ز کال انتخابي قانون کې د ترميم بل وړاندې کړ چې تر رايې اچونې وروسته منظور شو. حزب اختلاف تور پورې کوي چې د عمران خان حکومت د دې قانون له لارې په راتلونکو انتخاباتو کې درغلي کول غواړي خو حکومت وايي چې په هېواد کې د شفافه ټاکنو لپاره يې دا قانون منظوروي. د پارلمان دغې غونډې ته کارپوهان ډېر ارزښت ورکوي او وايي چې دا به ښايي د دې هېواد پر راتلونکې سياسي منظرنامه ژور اثر وکړي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې له کاپوهانو سره او نورې پوښتنې بحث شوې دي.

XS
SM
MD
LG