د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني هېکرانو د افغانستان مخکیني حکومت کارکوونکي په نښه کړي


فېسبوک وايي، د اپرېل له مياشتې تر اګسته پورې د ځينو افغانانو پر اکاونټونو بريدونه شوي ول خو د شوي زیان اندازه یې نه ده معلومه.
فېسبوک وايي، د اپرېل له مياشتې تر اګسته پورې د ځينو افغانانو پر اکاونټونو بريدونه شوي ول خو د شوي زیان اندازه یې نه ده معلومه.

ټولنیزه رسنۍ، فېسبوک وايي، سږ کال یې د هغو هېکرانو پرضد ګامونه اخېستي دي چې له پاکستانه يې د مخکیني افغان حکومت سره تړلي خلک او امنيتي ځواکونه په نښه کول او اکاونټونه یې ورهېکول.

رويټرز خبري اژانس د نومبر پر ۱۶مه د دې شرکت د چارواکو له خولې ويلي چې د اپرېل له مياشتې تر اګسته پورې د ځينو افغانانو پر اکاونټونو بريدونه شوي ول خو د شوي زیان اندازه یې نه ده معلومه.

فېسبوک دا وضاحت نه دی ورکړی چې د دې کار تر شا څه مقصد وو خو په همدغه مهال طالبانو په افغانستان کې خپلو بريدونو ته زور ورکړی وو چې د اګست پر ۱۵مه د محمد اشرف غني د حکومت په چپه کولو تمام شول.

د سايډ کاپي په نامه دې ډلې به په وایرسونو د ککړو ويبسایټونو لېنکونه شریکول چې په کليک کولو سره به يې هېکرانو اکاونټونو ته لاسرسي پيدا کاوه.

فېسبوک زیاته کړې چې تر څيړنې وروسته یې دا هېکران له فېسبوکه ليري کړل او تر برید لاندې خلکو ته یې خبر ورکړ چې بيداره واوسي.

د فېسبوک په خبره دا پاکستانۍ ډله د نړۍ له دا قسمه څلورو بدو ډلو ده.

نورې درې ډلې د شام دي چې په دې جنګ ځپلي هیواد کې به يې اپوزيشن يا په حکومت انتقاد کوونکي او بشري ادارې په نښه کولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG