د لاسرسي ځای

تازه خبر

واڼه کې د احمدزو وزیرو پر جرګه لاسي بم برید اووه تنه ژوبل کړي


واڼه کې مشران د جرګې پر مهال په لاسي بم برید کې د ژوبل شوي تن تپوس لپاره روغتون ته ورغلي. ۲۰۲۱، ۱۶ نومبر
واڼه کې مشران د جرګې پر مهال په لاسي بم برید کې د ژوبل شوي تن تپوس لپاره روغتون ته ورغلي. ۲۰۲۱، ۱۶ نومبر

د جنوبي وزيرستان مرکز واڼه کې نن د نومبر پر ۱۶مه نېټه شا او خوا ۱۱ بجې د احمدزۍ جرګې پر مشرانو یوه ناپېژندلي کس لاسي بم غورځولی چې پکې اووه تنه ژوبل شوي دي او د درېوو حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.

د روغتون چارواکو تایيد کړې چې اووه ټپي کسان د علاج لپاره روغتون ته وروړل شوي چې پکې درې د ابتدایي علاج کولو وروسته ډېره اسماعیل خان ته لېږدولي دي.

د واڼه سیمې یو مشر ایاز وزیر وايي چې د ځلیخېل او دوتاڼي په مینځ کې د حدبندۍ لپاره د ځلیخېلو مرکه وه، چې ورته د جمعیت علمای اسلام مشران مولانا میرزا جان، عبدالمالک، سلطان د ډي اېچ او د دفتر مخ ته ناست ول او ملک جمیل هم ورسره وو، دوی له جرګې لږ څنګ ته ناست ول چې یو ناڅرګند تن پرې لاسي بم غورځولی دی.

واڼه کې مشران د مرکې پر مهال
واڼه کې مشران د مرکې پر مهال

د ایاز وزیر په خبره، په زخمیانو کې د ملک جمیل زوی، د مولانا عبدالمالک زوی، مولانا سلطان محمد، ملک نورزمان خونېخېل او د هغه زوی دی. د واڼه د روغتون سرچینو هم یاد کسان ټپیان بللي خو ورسره یې د شمس الدین، سلیم، مولانا سیف الدین، او بلال نومونه هم یاد کړي دي.

ایاز وزیر زیاتوي، داسې ښکاري چې په سیمه کې یوځل بیا حالات د خرابۍ پر لوري بیول کېږي. د ده په وینا، بنیادي مسله دا ده چې پولیس ته اختیار نه سپارل کېږي. دلته ولس د عدالتي نظام راتلل غواړي او پولیس بااختیاره لیدل غواړي.

پولیس وايي د پېښې ځای ته رسېدلي، بریدګر تښتېدلی دی خو دوی ټولې لارې بندې کړي دي او د بریدکوونکو په لټون پسې دي. په واڼه کې د پولیسو مشر خانزېب مومند وايي، پلټنې روانې دي او دمګړۍ نه شي ویلای چې برید چا کړی دی.

د واڼه سیمې مرستیال کمشنر بشير خان د قومي مشرانو او علماو تر څنګ د ټپيانو د درملنې په موخه په علاقه کې بیړنۍ حالت اعلان کړي او پولیسو ته يې په بريد کې د ککړو کسانو د ګرفتارولو ټینګار کړی او ناروغان یې د ډیره اسماعیل خان روغتون ته رسولو لارښونه کړې ده.

په فوري توګه د دې چاودنې زمه داري چا په غاړه نه ده اخستې او نه حکومتي چارواکو په چا تور پورې کړی دی.

په شمالي او جنوبي وزيرستان کې په وروستيو میاشتو کې په امنیتي ځواکونو بريدونه سېوا شوي او د زياترو پکې زمه واري لاقانونه ګرځولې شوې ډلې تحریک طالبان منلې وه.

خو په نهم نومبر د پاکستان حکومت او ټي ټي پي د يوې مياشتې دپاره د ډزبندۍ اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG