د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او چین ولسمشرانو په ورچول لیدنه کې خپلمینځۍ اړیکې بحث کړې


د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په ۲۰۱۳ز کال د یوې لیدنې مهال: تصویر له ارشیفه
د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره په ۲۰۱۳ز کال د یوې لیدنې مهال: تصویر له ارشیفه

د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل چینايي سیال شي جین پینګ سره لومړۍ ورچول غونډه وکړه.

په دې انلاین سرمشریزه کې دواړو مشرانو هڅه وکړه چې د تناو ښکار خپلمینځي اړیکو کې ثبات او د کړکېچ نه بچ کېدو لپاره لارې ولټوي.

د سپېنې ماڼي چارواکو ویلي چې دغه سرمشریزه د نومبر پر ۱۵مه د واشنګټن په وخت د ماښام مهال پیل شوه چې تر څو ګنټو جاري وه.

په داسې حال کې چې د امریکا او چین ترمینځ تعلقاتو کې ډېر زیات تناو راغلی، له دې غونډې د کوم لوی پرمختګ، لویو اعلانونو یا ګډې اعلامیې جاري کېدو تمه نه کېدله.

د غونډې په پیل کې خبریالانو ته موقع ورکړل شوه مخکې له دې چې دواړه مشران ځانګړې خبرې پیل کړې د هغوی لومړنۍ خبرې واوري.

په دغه موقع بایډن جین پینګ ته وویل چې دی په دې غونډه کې سپینو خبرو او صادقانه بحث ته هیله من دی.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا او چین د مشرانو په حیث د دوی دواړو ذمه واري ده چې د دواړو هیوادونو ترمينځ سیالي د ساده او رښتینې مقابلې پرځای په ارادي یا غیر اداري توګه په کړکېچ بدله نه شي.

دا راز جینګ پینګ وویل چې دا مهال چین او امریکا له کومو ګډو چیلنجونو سره مخ دي د دې د حل لپاره د خپلمنځي رابطه کارۍ او همکارۍ ښه کولو اړتیا ده. هغه په خپلو څرګندونو کې ومنله چې د دواړو غټو قوتونو ترمینځ ځينې مسلې شته: "موږ له پکار ده چې خپلمینځي معاملات په مخکې بوځو، خو له دې سره، چې زموږ پر اوږو نړيوالې زمه وارۍ دي، د هغې لپاره په شريکه کار وکړو، او د نړۍ د سولې او پرمختيا لپاره کار وکړو. او دا زموږ د دواړو هېوادونو او ګردې نړۍ خواهش دی."

امریکا چين خپل سټراټیجيکي سيال ګڼي چې بيجنګ په نړۍ کې پوځي او اقتصادي غلبه ترلاسه کوي.

امریکا او چين په سفارتي، قانوني، ساينسي او اقتصادي شخړو کې ښکېل دي چې د دواړو ترمینځ د بې ثباتۍ زياتېدو زېږنده دي.

د دواړو هېوادونو ترمینځ له فکري او اقتصادي شخړې سره د تايوان، د جنوبي او ختيځ چين د سمندرونو په سر شخړې هم موجودې دي کومې چې وسله وال مخالفت ته رسېدی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG