د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې د شري، روبیلا او ګوزڼ ضد بهیر پیل


د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کې یوه ماشوم ته د ګوزن څاڅکي ورکول کېږي
د سیند صوبې په مرکز کراچۍ کې یوه ماشوم ته د ګوزن څاڅکي ورکول کېږي

د خېبرپښتونخوا په ۳۶ ضلعو کې د شري، روبیلا او ګوزڼ ضد کمپاين د نومبر پر ۱۵مه (نن) پیل شوی دی.

د صحت صوبايي محکمې په دې کمپاين کې به ۱۵ اعشاریه ۷ میلوینه ماشومانو ته چې عمرونه یې له نهه میاشتو تر ۱۵ کلونو پورې وي د شري او روبیلا وېکسين لګول کېږي. د دې ترڅنګ شپږ اعشاريه يو ميلين ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځه کالو کم وي د ګوزڼ وېکسين ورکول کېږي.

د خیبر پښتونخوا د ټيکو څانګې مرستيال مشر ډاکټر عمر فيصل مشال رېډيو ته وويل چې په دې کمپاين کې به ټول ماشومان وړیا وېکسينېږي.

نوموړی زیاتوي، د روبیلا ناروغۍ وېکسین پر لومړي ځل ماشومانو ته ورکول کېږي، روبیلا هم د شري غوندې ناروغي ده او د دواړو که درملنه ونشي نو وژونکې کېدلای شي او زیاتره هم د شري غوندې په کم عمرۍ کې لګېږي او روبیلا پر ماشومانو ناروغه ښځو ته هم لګېدلای شي.

د صحت صوبايي محکمې شمېرو ترمخه په ټوله صوبه کې ۶۷ فیصده او په قبايلي ضلعو کې ۴۲ فیصده ماشومانو ته د ټيکو لګولو لړۍ پوره کېږي چې د روغتیا نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) تر معياره یې کچه ډېره ټيټه ده.

د چارواکو په وینا دغه کمپاين له ټيکو څخه پاتې شوو ماشومانو لپاره يوه ښه موقع ده چې وېکسين شي او د خطرناکو ناروغانو پرضد يې قوت مدافعت سېوا شي.

د خیبر پښتونخوا په ټولو حجرو، مدرسو او سکولونو کې ماشومان واکیسنېږي.

XS
SM
MD
LG