د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان خبریال حميد سيغاني ووژل شو


وژل شوی خبریال، حميد سيغاني
وژل شوی خبریال، حميد سيغاني

په کابل کې د نومبر په ۱۳مه شوې يوې چاودنې کې يو افغان خبريال، حميد سیغاني وژل شوی.

سيغاني د يو شخصي ټيليويژن، اريانا نيوز خبريال وو. د هغه مېرمنه، فوزیه وحدت هم په دغه ټيليويژن کې کار کوي. نوموړې پر خپله فېسبوک پاڼه په يو پوست کې ليکلې: "حمید مې له لاسه ورکړ". د هغې په بله ليکنه کې د سيغاني د فاتحې اعلان خپور شوی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په دې چاودنه کې چې په وینا یې ښایي د اورلګېدنې له کبله رامنځته شوې وي، یو ملکي کس وژل شوی او څلور ټپیان دي. مجاهد زیاته کړې چې د چاودنې د څرنګوالي او لامل په اړه څېړنه پیل شوې.

د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې بیا د عیني شاهدانو په حواله د وژل شویو شمېر دوه تنه ښودلی. روېټرز خبري اژانس د طالبانو د یوه چارواکي په حواله ویلي چې پېښه کې ۶ تنه وژل شوي دي. تر اوسه روغتیايي سرچینو د مرګ‌ژوبلې کره شمېرې نه‌دي خپرې کړي.

د دې چاودنې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.

د يادونې ده چې د اګست په ۱۵مه طالبان کابل ته ننوتل او د افغان حکومت چارې يې په خپلو لاسونو کې واخیستې. تر هغه وروسته ګڼ‌خبریالان په بيړني ډول د ژوند خوندي‌کولو لپاره غربي هېوادونو ته تللي دي.

XS
SM
MD
LG