د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: قطر به په افغانستان کې د امریکا د ګټو ساتنه کوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خپل قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، قطر منلې ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې به د امریکا د ګټو ساتونکی وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د هغه قطري سیال شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په دغه اړه د نومبر پر ۱۲مه په واشنګټن کې دوې هوکړې لاس لیک کړې.

بلېنکن د هوکړو په اړه وویل چې د لومړۍ موافقې تر مخه به قطر په کابل کې په خپل سفارت کې د امریکا د ګټو ځانګړې څانګه پرانیزي چې خاص قونسلي خدمات وړاندې کړي او په افغانستان کې د امریکا د سفارتي ودانیو امنیت وڅاري.

د نوموړي په وینا، "دوهمه موافقه د امریکا او د قطر ترمنځ هغه مشارکت بیانوي چې امریکا ته د مهاجرت د ځانګړو ویزو لرونکو افغانانو لپاره د سفر چارې سمبالوي."

دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ۲۰۲۱م کال د اګسټ په پای کې په کابل کې خپل سفارت تړلی او وروسته یې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د دې سفارت څو برخې فعالې کړې.

امریکا په هغو هېوادونو کې د ګټو ساتنې لپاره څو نورې موافقې هم لاسلیک کړې دي چې ډپلوماتیکه استازولي نه لري.

د مثال په ډول د ایران په برخه کې له سویس سره، د شمالي کوریا په برخه کې له سویډن او د سوریې په برخه کې له چک جمهوریت سره د ګټو د ساتنې موافقې لري.

قطر له څو کلونو راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه پاتې شوی او همدا راز پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې له افغانستانه د امریکايي وګړو او نورو اېستلو په چارو کې مهم کردار لوبولی دی.

امریکا ویلي دي چې تراوسه یې شاوخوا ۱۲۴ زره کسان له افغانستانه ایستلي چې په دې ډله کې امریکايي وګړي، د امریکا د دایمي ویزو یا ګرین کارډ لرونکي او هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې یې ژوند په خطر کې دی.

د بهرنیو چارو وزیر بلېنکن وویل، له دې خلکو څخه څه باندې نیمايي یې د قطر په مرسته او د دې هېواد له لارې د امریکا پوځي اډو او یا له دوحې څخه په ځانګړو الوتنو کې بهر ته ایستل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG