د لاسرسي ځای

تازه خبر

د برما یوه عدالت امریکايي خبریال ته د ۱۱ کلونو د بند سزا اورولې


امریکايي خبریال ډیني فېنسټر.
امریکايي خبریال ډیني فېنسټر.

په برما کې یوه عدالت د نومبر پر ۱۲مه امریکايي خبریال ډیني فېنسټر د پارونې او د ناسمو یا پاروونکو معلوماتو د خپرولو په ګډون په یوشمېر تورونو مجرم بللی او ورته یې د ۱۱ کلونو د بند سزا اورولې ده.

۳۷ کلن فېنسټر چې د فرنټییر میانمار په نوم د یوې انلاین مجلې مدیر دی، په مې کې هغه مهال ګرفتاره شوی وو چې نوموړي له برما څخه د وتلو هڅه کوله.

هغه هېواد په فبرورۍ کې له پوځي کودتا راهیسې د ګډوډۍ ښکار دی.

د نوموړي مجلې ویلي چې په اورول شوې سزا کې د نړیوال سفر یا مهاجرت او د ناقانونه ټولنو د قوانینو سرغړونو تورونه هم شامل دي.

پر فېنسټر په یوه بل عدالت کې دوه اضافي تورونه هم لګېدلي دي چې پکې د ترهګرۍ او د غدارۍ او بغاوت ضد قوانینو د سرغړونو دعوې هم شاملې دي.

د فرنټییر میانمار مشر مدیر تامس کین وايي، د فېنسټر سزا بې اساسه ده.

امریکا د نوموړي پر خوشې کولو ټینګار کاوه. د بهرنیو چارو وزارت فېسنټر ته تر سزا اورېدو مخکې په بیان کې ویلي ول چې "ټولې نړۍ ته څرګنده ده چې د ډیني نیول بشپړه ناانصافي وه."

په بیان کې راغلي ول چې د برما "رژیم باید له منطقه کار واخلي او هغه خوشې کړي."

ملګري ملتونه د فعالانو له خولې وايي چې په برما کې له فبرورۍ راهیسې تر ۱،۲۰۰ زیات ولسي وګړي وژل شوي او زرګونه کسان بندیان دي چې پکې لسګونه خبریالان هم شامل دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG