د ۲۰ اووریزه کرکټ نړیوال جام په لومړي سيمي فاينل کې نن (د نومبر پر ۱۰مه) انګلېنډ له نيوزيلېنډ سره سیالي کوي.
دا لوبه به د پېښور په وخت د ماښام په اوو بجو د متحده عربي اماراتود پلازمينې ابوظبۍ په یوه لوبغالي کې کېږي.
د۲۰ اوورونو په دې جام کې انګلستان په (الف) ګروپ کې لومړی ځای خپل کړ او نيوزيلېنډ په (ب) ګروپ کې دوهم مقام خپل کړی دی.
دويمه نیمه پایلوبه به د نومبر پر ۱۱مه په دوبۍ کې د پاکستان او د اسټرالیا ترمینځ کېږي.
د دې دوو لوبو ګټونکي به د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې پایلوبه کوي.