د لاسرسي ځای

تازه خبر

نيوزيلېنډ افغانستان ته په ماتې ورکولو سيمي فاينل ته ورسېد


د نيوزیلېنډ کېن ويلیمسن، د افغانستان راشد خان او امپایر درماسېنا ښکاري
د نيوزیلېنډ کېن ويلیمسن، د افغانستان راشد خان او امپایر درماسېنا ښکاري

د نيوزیلېنډ کرکټ لوبډله په شل اوریز نړيوال جام کې افغانستان ته په ماتې ورکولو سره سيمي فاينل ته ووته.

د نومبر په ۷مه، په ابوظبۍ کې شوې دې سيالۍ کې لومړی بېټينګ افغانستان وکړ او نيوزیلېنډ ته یې د ګټې لپاره د ۱۲۵ رنزونو هدف ورکړ. نيوزیلېنډ دا منډې په اتلسم اوور کې د ۲ لوبغاړو په اوټ کېدو سره پوره کړي.

د نيوزیلېنډ ټرينټ بولټ درې افغان لوبغاړي اوټ کړل او د لوبې غوره لوبغاړی شو. دا په دې ټورنمنټ کې د افغانستان اخري لوبه وه.

د نیوزیلېنډ تر څنګ پاکستان، اسټراليا او انګلينډ سيمي فاينل ته وتلي دي.

XS
SM
MD
LG