د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال جام: افغانستان د نيوزیلېنډ او پاکستان د سکاټلېنډ سره لوبيږي


تصویر د نيوزيلېنډ او افغانستان د ۲۰۱۹ کال دی
تصویر د نيوزيلېنډ او افغانستان د ۲۰۱۹ کال دی

د کرکټ په ۲۰ اوریز نړيوال کپ لوبو کې نن لومړې میچ د افغانستان او نیوزیلېنډ او دویم د پاکستان او سکاټلېنډ ترمنځ کېږي.

د افغانستان او نیوزیلېنډ ترمنځ لوبه به په ابوظهبۍ کې د پېښور پر وخت درې بجې او د پاکستان او سکالېنډ هغه به په شارجه کې د ماښام پر اوو بجو پیلېږي. پاکستان لا واردمخه، سيمي فاینل ته وتلی.

د نومبر په شپږمه، د جنوبي افریقا او انګلېنډ ترمنځ په شارجه کې لوبه وشوه چې جنوبي افریقا په لسو رنزونو وګټله. جنوبي افریقا د دوو لوبغاړو په اوټ کېدو انګلېنډ ته د ګټې لپاره د ۱۹۰ منډو هدف ورکړی وو خو هغوی یوازې ۱۷۹ رنزونه جوړ کړل او مېچ یې وبايله.

د نومبر په شپږمه، په ابوظبۍ کې شوې د دې ټورنمنټ يو يوه بله سیالۍ کې اسټريليا له ویسټ انډيز وګټله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG