د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۴۹ غیرقانوني افغان کډوال نیولي


ترکي چارواکي وايي، نیول شوي افغان کډوال به بېرته ایران ته ستانه کړي. انځور- ارشیف
ترکي چارواکي وايي، نیول شوي افغان کډوال به بېرته ایران ته ستانه کړي. انځور- ارشیف

د ترکیې امنیتي ځواکونه وايي، هغه ۱۴۹ افغانان یې نیولي دي چې د ایران له سرحده د دې هیواد حدودو ته ننوتي وو.

د رویټرز خبري اژانس له خوا د نومبر پر پینځمه په خپرو کړو ویډیوګانو کې پولیس په داسې حال کې لیدل کېږي چې دا کډوال له یوه ټرکه راکښته کوي.

رویټرز وايي، دا عملیات د نومبر پر پينځمه په بيتليس ښار کې شوي دي.

ترکیې له ایران سره په سرحد کې امنیتي تدابیر په دې خاطر پیاوړي کړي چې د اروپا خوا ته د غیرقانوني کډوالو د څپې مخه ونیسي.

ترکي چارواکي وايي، د دې کډوالو د انتقال په تړاو یې یو قاچاقبر هم نیولی دی.

رویټرز د سیمه ییزو چارواکو له خولې خبر ورکوي چې نیول شوي افغان کډوال به بېرته ایران ته ستانه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG