د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر سعودي عرب د ۶۵۰ میلیونو ډالرو وسله پلوري


دا د ولسمشر جو بایډن په حکومت کې په سعودي عرب د داسې وسلو خرڅولو لومړۍ تړون دی.
دا د ولسمشر جو بایډن په حکومت کې په سعودي عرب د داسې وسلو خرڅولو لومړۍ تړون دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر سعودي عرب د ۶۵۰ میلیونه ډالره ارزښت، له هوا څخه هوا ته د ویشتونکو توغندیو د خرڅولو وړاندیز منظور کړی دی.

دا د ولسمشر جو بایډن په حکومت کې په سعودي عرب د داسې وسلو خرڅولو لومړۍ تړون دی.

د بهرنیو چارو د وزرات یو ویاند د نومبر پر څلورمه وویل، د توغندیو د خرڅ دا تړون د بایډن انتظامیې له هغه ژمنې سره سم دی چې په یمن کې د جګړې هوارې باید له سفارتي لارو راوویستل شي.

سعودي عرب په سیمه کې د امریکا د وږدې مودې اتحادي دي چې په مینځني ختیځ کې د اغیز لپاره له ایران سره سیالي کوي.

د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ په حکومت کې د ریاض او واشنګټن اړېکې ډېرې پیاوړې پاتې شوې وې خو په سعودي عرب کې له بشري حقونو د ممکنه سرغړونو له کبله د بایډن انتظامیې سره په اړېکو کې فاصله ساتلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG