د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ۲۰ جهاني جام: اسټرالیا بنګلادېش او سري لنکا وېسټ انډیز ته ماتې ورکړه


په نړیوال جام کې د اسټرالیا او بنګلادېش سیالۍ.
په نړیوال جام کې د اسټرالیا او بنګلادېش سیالۍ.

د کرکټ د ۲۰ اووریز نړيوال جام سياليو لړ کې د نومبر پر څلورمه اسټرالیا بنګلادېش ته په اتو وکټو ماتې ورکره.

په دوبۍ کې شوي دې سيالۍ کې لومړی بنګلادېش بېټنګ وکړ او په ټاکل شويو ۲۰ اوورونو کې يې ۷۳ منډې جوړې کړې. په ځواب کې اسټرالیا دا هدف په اووم اوور کې پوره کړو.

د نومبر پر څلورمه په ابوظهبي کې شوې يوه بله لوبه کې سري لنکا وېسټ انډيز ته په ۲۰ منډو ماتي ورکړه.

سري لنکا په لومړی بېټينګ کې په شلو اوورونو کې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۹ منډې جوړې کړي. په ځواب کې ويسټ انډيز د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې.

نن د نومبر پر پینځمه به نمېبيا له نيوزيلېنډ سره په شارجه کې سيالي کوي او د دوی ترمینځ به دا لوبه د پېښور پر ماسپنين درې بجې پيلېږي.

دویمه لوبه د هند او سکاټ لېنډ ترمنځ په دوبۍ کې کېږي. دا لوبه به د پېښور پر وخت ماښام اووه بجې پيلېږي.

پاکستان او انګلېنډ د کرکټ شل اووريز جام سيمي فاينل ته وتلي دي.

دا لوبې د اکتوبر پر ۱۷مه پیل شوي او د نومبر پر ۱۴مه به يې په دوبۍ کې پايلوبه کېږي. په دې اتلولۍ کې ۱۶ لوبډلې برخه اخلي.

XS
SM
MD
LG