د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تېلو تولیدونکي هېوادونه د تېلو کم پېداوار روان ساتي


په پېښور کې یو کس موټر ته تېل اچوي
په پېښور کې یو کس موټر ته تېل اچوي

د تېلو پیدا کوونکو هیوادونو ټولنه اوپیک او ملګري هیوادونه یې پرون پر دې سلا شوي چې د پیداوار بې ساري کمي ته به یوه میاشت نور هم دوام ورکوي. هغوی هیله لري، له دې سره به د تېلو بازار ښه شي چې د کورونا وبا له وجې د کاروبارونو درېدو اغېزمن کړی.

د سعودي عرب په مشرۍ د ۱۳ هیوادونو ټولنې او د روسیې په ګډون تېل پیدا کوونکیو نورو هیوادونو تر جولای پورې د نهه اعشاریه شپږ میلیونه بېرلو تېلو ورځني پیداوار موافقه لاس لیک کړه. تر دې وروسته به دا هیوادونه په پړاوونو کې تر ډېسېمبره د تېلو ورځنی پیداوار اووه اعشاریه اووه بېرله ته ښکته کوي.

د روان کال په اپرېل میاشت کې د کورونا وایرس له وجې، په نړۍ کې د تېلو بیې په بې ساري ډول کمې شوې خو اوس چې ټولبند ورو ورو په ختمېدو دی، په بازار کې د یو بیلر تېلو بیه ۴۰ ډالرو ته رسېدلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG