د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې لسګونه خبریالان پر کورونا وړجن شوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

په بلوچستان کې۳۰ خبريالان او د رسنيو نور کارکوونکي په کورونا وايرس اخته شوي دي.

د پاکستان د خبريالانو سازمان [فېډرل يونېن اف جرنلسټس] مشر شهزاده ذوالفقار مشال راډیو ته وويل چې د صوبې روغتيا څانګې د مې پر نهمه نېټه په کوټه پرېس کلب کې د خبريالانو ځانګړې معاينې وکړې.

د هغه په خبره معاينو وښووله چې ۳۰ خبريالان او د هغو مرستيالان لکه فوټوګرافران او کېمره چلوونکي په کورونا وايرس اخته دي.

په هغوی کې امين الله مشواڼی هم دی. نوموړي د مې پر ۱۰مه نېته مشال راډيو ته وويل، تر معاينې وروسته ورته معلومه شوه چې کورونا وهلی دی او اوسمهال يې ځان په کور کې قرنطين کړی دی.

حکومت او د خبريالانو سازمانونو په وار وار پر خبريالانو غږ کړی چې د کار پر مهال دې له وايرسه د ځان خوندي کولو لپاره لازم احتیاط وکړي خو امين الله مشواڼی وايي چې هغوی ته حکومت او ادارو هېڅ ډول ماسکونه او نور اړين سامانونو نه دي ورکړی.

پاکستان کې نږدې ۱۰۰ خبریالان او د هغوی مرستیالان پر کورونا اخته شوي
خبریال شهزاده ذوالفقار


د هغه په خبره، خبريالان د کورونا وبا د رپورټ کولو پر مهال د وزيراعلی، روغتيا څانګې مسولينو، تاجرانو او د ډاکټرانو خبري غونډو ته ورتلل او دارنګه قرنطين مرکزونو او د ټولبند د جاج اخېستو لپاره په بازارونو کې ګرځېدل.

د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر په پاکستان کې هم ډاکټران د کورونا وايرس د مخنيوي په لړ کې د لومړي قطار مبارزين بلل کېږي خو خبريالان له مسلکي پلوه هم مجبوره دي چې د وبا په اړه رپورټنګ وکړي.

د شهزاده ذوالفقار په وينا،په پاکستان کې نږدې ۱۰۰ خبريالان او د رسنيو نور کارکوونکي په کورونا وايرس اخته شوي دي.

خو په اسلام اباد کې د ازادۍ شبکې [فريډم نېټ ورک] مشر او د بې پولو خبريالانو د سازمان [رپورټرز ود اوټ بارډرز] استازي اقبال خټک د مې پر۱۰ مشال راډيو ته وويل چې له هغوی سره تر اوسه پورې په پاکستان کې په کورونا د اخته خبريالانو او نورې عملې شمېر ۷۴ دی. په دې کې نږدې ۱۰ خبريالان د پېښور دي.

امجد شهزاد د پېښور له هغو خبريالانو دی چې په وايرس اخته شوی دی خو وروسته د هغه په وينا له وجې يې د کورونۍ ۱۷ غړو کې يې هم د وايرس تصديق وشو.

نوموړی وايي چې هغه د پېښور سپیني وړی کلي کې يو کور ته تلليی و چې هغوی حکومت قرنطين کړي ول خو ادعا يې کوله چې په وايرس نه دي اخته.

امجد شهزاد د مې پر ۱۰مه مشال راډيو ته وويل، له هغه ځای څخه تر ستنېدو وروسته يې تبه شوه خو ده به د تبې ګولۍ خوړلې او نور کورنی علاج به يې کاوه خو چې کله يې تبه اوږده شوه نو په حيات اباد ميډيکل کمپلېکس کې يې معاينه وکړه چې د ده او خبريال ورور واجد شهزاد ټېسټونه يې مثبت شول.

امجد شهزاد زياته کړه چې هغوی د پنځو کوټو په يوه کور کې ژوند کوي او پر دې مهال به ده د کورونۍ له نورو غړو سره يو ځای ډوډۍ خوړله او راشه درشه به يې کوله.

د هغه په خبره، وروسته يې د کورنۍ د نورو غړو معاينه وکړه چې معلومه شوه چې د څلور کلنې لور په ګډون د کورنۍ ۱۷ غړي يې په وايرس اخته دي.

د نوموړي په وينا، د کورنۍ څلور ماشومان يې کورونا نه ول خو د هغه په خبره کور يې دومره تنګ دی چې پکې د قرنطين کېدو لپاره ځای نشته نو ځکه وروسته پاته ماشومان هم په وايرس اخته شول.

کله چې د اپرېل په وروستيو ورځو کې په پاکستان کې د خبريالانو په کورونا وايرس د اخته کېدو رپورټونه خپاره شول نو فريډم نېټ ورک او د بې پولې خبريالانو سازمان په ګډه د ژورنالستانو لپاره د ځيتو لارښوونو وړاندېز وکړ.

خبریالانو ته ویل شوي چې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته دې نه ځي او په سکایپ دې مرکې کوي
اقبال خټک


د اقبال خټک په وينا، خبريالانو ته وويل شو چې د ګڼې ګوڼې ځای ته دې نه ځي، هغويی ته دې له وايرس د خونديتوب سامان و الات ورکړل شي او د ټيليويژن يا ريډيو سټوډيو ته دې مېلمانه نه ورغواړي بلکې له هغوي سره دې د سکايپ يا ټېلېفون له لارې مرکې کوي.

د هغه په خبره، پر دغو لارښوونو سل په سله نه خو البته لږ څه عمل پيل شوی دی.

په کوټه کې په دومره لوی شمېر کې د خبريالانو په کورونا وايرس اخته کېدو د رسنيو په رپورټنګ او کورېج هم اغېز پرېباسلی دی.

د امين الله مشواڼي په وينا، د کورونا د مثبتو پېښو راتلو وروسته دوو ټېلېويژن چېنلونو خپل دفترونه تړلي او ورځپاڼو ته هم ځينې خبريالان نه ورځی چې له کبله پر کورېج ناوړه اغېز پرېوتی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG