د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په خاران کې چاودنې ۱۳ کسان ژوبل کړي


خاران نقشه
خاران نقشه

له کوټې څخه ۲۸۰ کلو میټره لرې جنوب اړخ ته د بلوچستان په خاران بازار کې د نومبر پر دویمه یوه چاودنه کې ۱۳ کسان ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

تر پېښې وروسته د ملېشې او پولیسو سرتېري هغه ځای ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د حملې ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

په کوټه کې د سرحدي عسکرو ویاند خان واسیع دا پېښه تایدوي او وايي، سرحدي عسکرو په سیمه کې د امنیت خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه هم پورته کړې دي.

بلخوا د صوبې اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو د نومبر پر دویمه په یو بیان کې د پېښې د پلټنو امر کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر لومړۍ نېټه هم کراچۍ ته نېږدې په حب ښار ګوټي کې یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی ول او دوه نور ټپیان ول.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۳۱مه خاران ته څېرمه د بلوچستان په پنجګور ښار کې یوې چاودنې دوه تنه وژلي ول چې د پېښو ذمه واري تر اوسه چا نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG