د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل کې پر روغتون برید تر ۲۰ زیات کسان ووژل


کابل کې د نننۍ چادونې یو ژوبل په سټرېچر کې روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۲م نومبر
کابل کې د نننۍ چادونې یو ژوبل په سټرېچر کې روغتون ته وړل کېږي. ۲۰۲۱، ۲م نومبر

د نومبر پر دوهمه (نن) د کابل یوه پوځي روغتون ته څېرمه په دوو بمي چاودونو او ډزو کې تر ۲۰ زیات کسان وژل شوي او څه نا څه ۵۰ ژوبل شوي دي.

د فرانس پرس خبري اژانس د راپور له مخې، طالبانو ویلي چې یوه ځانمرګي حمله کوونکي په ځان پورې تړلي باروتو ته د سردار محمد داوود خان روغتون په دروازه کې چاودنه ورکړه، نور حمله کوونکي روغتون ته دننه شول او ډزې یې پیل کړې.

طالبانو ویلي د هغو شپږو بریدګرو له ډلې چې کابل کې یې د سردار محمد داوود خان پر ۴۰۰ بستریز روغتون برید کړی وو، څلور تنه وژلي او دوه نور یې نیولي دي.

د کابل اوسېدونکیو د پېښې له ځایه داسې عکسونه خپاره کړي دي چې پکې د سردار محمد داود خان پوځي روغتون له پاسه لوګی ترسترګو کېږي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د جرمني ډي پي اې خبري اژانس ته ویلي چې چاودنه د دغه روغتون له دروازې سره نیږدې شوې ده.

د کابل سردار داود ۴۰۰ بستر لرونکی پوځي روغتون دی. د دغه روغتون یوه ډاکټر اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې د روغتون له لومړنۍ چوکۍ سره نږدې یوه لویه چاودنه شوې ده او دوی ته ویل شوي دي چې خوندې کوټو ته دې ولاړ شي.

تر اوسه چا د دغه پېښې زمه واري نه ده منلې.

د اګسټ له ۱۵مې راهیسې چې کابل د طالبانو لاس ته لوېدلی، د اسلامي دولت ډلې د خراسان څانګې پر جوماتونو او نورو هدفونو د ډېرو حملو مسؤلیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG