د لاسرسي ځای

تازه خبر

بريتانيا له افغانستان سره څه باندې ۶۸ مليونه ډالره مرسته کوي


د «جي۲۰» غونډې له پای ته رسېدو وروسته د اقتصاد لرونکو هېوادونو د مشرانو ډله‌ييز انځور
د «جي۲۰» غونډې له پای ته رسېدو وروسته د اقتصاد لرونکو هېوادونو د مشرانو ډله‌ييز انځور

د بريتانيا وزیراعظم بورېس جانسن له افغانستان سره د څه باندې ۶۸ مليونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده چې د جي شل (G20) سرمشریزې په دوهمه ورځ یې اعلان وکړ.

نوموړي د ۲۰ لویو اقتصاد لرونکو هېوادونو له مشرانو وغوښتل چې په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د بريتانيا حکومت د اکتوبر پر ۳۱مه نېټه ماښام په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزیر اعظم بورېس جانسن چې د جي شل په سرمشریزه کې له افغانستان سره د ۵۰ ملیون پونډو یا څه باندې ۶۸ ملیونه ډالرو کومه مرسته اعلان کړه په افغانستان کې به څه باندې دوه نیمو ملیونو خلکو اکثر ښځو او نجونو ته ورسېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه مرسته د هغو ۳۹۱ ملیونو ډالرو (۲۸۶ ملیونه پونډو) یوه برخه ده چې د سېپټمېبر په میاشت کې د بریتانیا حکومت له‌خوا له افغانستان سره اعلان شوه.

بريتانيا وايي دغه مرستې به د ملګرو ملتونو د ادارو او سره صليب له لارې اړمنو افغانانو ته ورسوي.

د بريتانيا د حکومت له‌خوا په یوه بیان کې راغلي چې وزیر اعظم بورېس جانسن د جي شل په سرمشریزه کې وویل د نړۍ د ټولو مشرانو دنده ده چې د افغانانو په تېره بیا ښځو او نجونو چې د طالبانو په واکمنۍ کې له خطر سره مخامخ دي، ساتنه وکړي.

هغه زیاته کړه چې د بريتانیا د ۶۸ ملیونو ډالرو د مرستې اعلان به د زیانونو پر وړاندې سمدستي خوندیتوب برابر کړي، خو په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوی او د تېرو ۲۰ کلونو د لاسته راوړنو ساتل په حقیقت کې د نړیوالو هڅو ته اړتیا لري.

د «G20» یا د نړۍ د سترو اقتصاد لرونکو هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پای ته ورسېده.

جي شل غونډه
جي شل غونډه

د اقلیم د بدلون او د کرونا ویروس د خپرېدو پر مهال د اقتصادي وضعیت په اړه بحثونه د اجنډا په سر کې وو.

خو د بريتانيا وزیر اعظم بورېس جانسن د نړۍ پر سترو اقتصادي قدرتونو غږ کړى چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د نجونو د زده‌کړې په برخه کې ډېر څه وکړي، په ځانګړې توګه په افغانستان کې چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي د طالبانو د حکومت له‌خوا له ۴۵ ورځو راهیسې تړلې پاتې دي.

په همدې حال کې د ښځو د حقونو فعالې او د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ چې د افغانستان د بشري حقونو د کمېشن له مشرې شهرزاد اکبر او د ښځو د حقونو فعالې زرقا یفتلي سره په ګډه د نجونو د تعلیم په ملاتړ په ټویټر کې کمپاین پیل کړی، ویلي چې یو ملیون خلک له کمپاین سره یوځای شوي دي.

ملالې یوسفزۍ په یوه وېډیويي پیغام کې چې پر خپل ټویټر یې خپور کړی، د «G20» پر مشرانو غږ کړی چې په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو د دوام لپاره چټک او جدي ګامونه پورته کړي.

د ملالې یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرقا يفتلي انلاين کمپاين
د ملالې یوسفزۍ، شهرزاد اکبر او زرقا يفتلي انلاين کمپاين

ملاله زياتوي: "دا یوه عاجله مسئله ده. موږ پوهېږو چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته اجازه نه‌ ورکوي چې خپل تعلیم پوره کړي. باید په دې هکله یو کار وشي او د جي شل له مشرانو وغوښتل شي چې بېړني اقدامات تر لاس لاندې ونیسي."

په تېرو دوو لسيزو کې د جي شل هېوادونو ډېرو غړو په افغانستان کې پراخ حضور درلود او دا دی د دغه هېواد د اوسني اقتصادي او ټولنيز وضعيت په اړه اندېښنه څرګندوي.

د طالبانو له واکمنۍ دوه نیمې میاشتې تېرې شوې، خو تر اوسه هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نړیوالو ویلي چې د طالبانو ټولې کړنې څاري او د رسمیت پېژندلو لپاره د هغوی کړنې په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د حقونو خوندیتوب له لومړنیو شرطونو دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG