د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت:د تحریک لبیک پلویان دې اسلام اباد ته نه ورځي


د اسلام اباد پر لور روان د تحریک لبیک پاکستان پلویان. ۲۰۲۱، ۲۳م اکتوبر
د اسلام اباد پر لور روان د تحریک لبیک پاکستان پلویان. ۲۰۲۱، ۲۳م اکتوبر

نن په اسلام اباد کې د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ کې د ملي امنیت په غونډه کې د تر بندیز لاندې ډلې تحریک لبیک پاکستان پر احتجاج خبرې وشوې.

له غونډې وروسته د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید احمد میډیا ته وویل د تحریک لبیک مشرانو سره مذاکراتو ته تیار دی خو باید د دغه ډلې مشران او پلویان د ریاست خلاف له تللو دډه وکړي.

دا له هغې وروسته ده چې د تحریک لبیک پلویانو خپل احتجاج نن د جمعې پر ورځ له ګوجرانواله نه اسلام اباد ته بیرته پیل کړ. دغه تحریک غوښتنه لري چې د دوی د مشر سعد رضوي په ګډون نیول شوي کسان دې خوشې کړل شي او په فرانس کې د اسلام پیغمبر د خاکو خپرولو په تور دې د فرانس سفیر له هېواده وباسي.

بلخوا د اطلاعاتو او نشریاتو وفاقي وزیر فواد چودري نن (اکتوبر ۲۹مه) پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه یې د دغه ناقانونه ګرځول شوې ډلې هغه ۳۲ کسان نیولي دی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د کرکې خورولو پروپېګنډه پر مخ وړه او ډېر زر د جعلي خبرونو او کرکې خپرولو په لړ کې نور کسان هم ګرفتاروي.

د پنجاب پولیسو مشر د اکتوبر پر ۲۸مه په لاهور کې رسنیو ته ویلي چې له تحریک لبیک سره د اخ و ډب په وروستیو نښتو کې څلور پولیس وژل شوي او څه نا څه ۲۶۳ ژوبل دي.

په عین حال کې د پاکستان وفاقي کابینې د اکتوبر پر ۲۷مه پرېکړه کړې چې له کالعدم تنظيم تحريک لبيک پاکستان سره به د یوې وسله والې ډلې په شان سلوک کوي.

تحريک لبيک غوښتنه کوي چې حکومت دې له دوی سره په دې اړه د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶مه او ورپسې د ۲۰۲۱ز کال د اپرېل ۲۰مه شوي تړونونه عملي کړي او د دوی مشر سعد رضوي دې ژر تر ژره خوشې کړل شي چې د سږني کال په اپرېل میاشت کې له تاوتریخولي ډک احتجاج وروسته چې د فرانس په يوه مجله کې د اسلام د پیغمبر د خاکو خپرېدو پرضد وو، نیول شوی وو. بلخوا د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید ویلي په موجوده حالاتو کې د فرانس سفیر له هېواده نه شي ایستلی.

تحریک لبیک پاکستان څنګه راپورته شو؟

تحریک لبیک پاکستان پر حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره له تشدده ډکو لاریونونو او مظاهرو کولو تاریخ لري.

په ۲۰۱۷ز کال کې د نواز شريف په واکمنۍ کې په انتخاباتي حلف نامه کې دختم نبوت په حواله د لانجمن اییني ترميم پرضد تحريک لبيک ډلې د هغه کال په نومبر مياشت کې په فيض اباد کې پرلت وواهه او د هغه وخت د قانون وزير ذاهد حامد د استعفا او له حکومت سره د يوې لوظنامې وروسته يې خپله دهرنا ختمه کړه.

دا ډله څنګه دومره پیاوړې شوه چې په حکومت خپلې غوښتنې ومني. په اسلام اباد کې خبريال سبوخ سيد چې د مذهبي ډلو او د هغې د مشرانو په اړه يې راپورونه هم جوړ کړي، د مشال راډيو خبریال احمدالله ته وويل هر کال پینځه شپږ مياشتې داسې وي چې مذهبي ډلې يې له مذهب سره تړي لکه ربيع الاول، محرم، رجب، شعبان او روژه. په دې مياشتو کې د مذهبي ډلو دا مشران د مذهب په حوالې سره بيانونه ورکوي، او په داسې کولو سره دوي د خلکو ذهنونه جوړوي.

د نوموړي وينا وه:"په پاکستان کې مذهبي بيانيه د هميشه نه قوي پاتې ده او د تحريک لبيک مشرانو د خپلو بيانونو له لارې ختم نبوت، رسول الله سره عشق، صحابوو او اهل بیت سره مينه او يوشمېر نور موضوعات دومره حساسه جوړ کړي چې څوک پرې خبره نه شي کولی نو يو خو د مذهب کارډ په استعمالولو سره يې ځان مضبوط کړی، او بله وجه يې په رياستي کچه د دې ډلې سره نرمه رويه او ملاتړ موجود دی او واضح مثال يې د ۲۰۱۷ز کال د دهرنې وروسته د يو اعلې پوځي افسر لخوا د دې ډلې په پلويانو کې پېسې ويشل وو، د دې ترڅنګ يادې ډلې تر هر احتجاج وروسته په حکومت خپلې غوښتنې منلي چې له وجې يې حوصلې اوچتې شوې دي.

که څه هم ځينې د سياسي چارو شنونکي او يوشمېر ملکي وګړي د هغه ډلو پرضد د سختو ګامونو اخيستو غوښتنه کوي چې د رياست عملداري چېلنجوي، خو د حکومتي ګوند تحريک انصاف د کورنيو چارو پخواني وزير اعجاز شاه پروسږ کال په نومبر مياشت کې ويلي ول چې د طاقت د استعمال پرځای خبرې اترې د مسلې غوره لاره ده.

په اسلام اباد کې د ديني چارو يو پوه وقاص خان د حکومت لخوا له مذهبي ډلو سره شوي تړونونه په هېواد کې د دغو ډلو د اثر او نفوذ د لا زياتېدو يو لامل ګڼي.

د مشال راډیو له خبریال احمدالله سره په خبرو کې نوموړي وویل: "په پاکستان کې چې د طاقت کومې اصل سرچينې دي نو هغوی هميشه داسې مذهبي او يا لساني ډلې د خپلو سياسي مقاصدو د حاصلولو لپاره جوړوي. تحريک لبيک ډله څو کاله مخکې چا نه پېژندله خو د لومړی ځل لپاره د مسلم ليګ (ن) حکومت پرضد استعمال کړل شوه او چې کله تېر حکومت يې پرضد د طاقت استعمال وکړو نو د امنېتي ادارو مشرانو لخوا ورته وويل شو چې دا زموږ خپل خلک دي او د طاقت استعمال پرځای د خبرو اترو له لارې معامله هواره کړئ نو د دومره ډاډ وروسته زړونه يې نور هم لوی شول او پر مخ روان دي."

د وقاص خان په وينا چې کله هم مذهبي ډلې لارو کوڅو ته راوځي نو دوی د خلکو جذبات راپاروي چې په نتيجه کې نوي خلک له ځان سره ملګري کوي او حکومت تل د مذهبي ډلو د خوشالولو کوښښ کړی چې ورسره دا ډلې نورې هم پیاوړې شي.

تحريک لبيک ډله چې په اول سر کې د تحريک لبيک يا رسول الله په نوم ياديده، علامه خادم حسین رضوي جوړه کړې وه.

دا ګوند په انتخاباتو کې هم برخه اخلي او دا مهال یې د سیند په صوبايي اسمبلۍ کې درې غړي دي. په دوی کې دوه په ټاکنو کې بریالي شول او یو یې پر ځانګړې څوکۍ کامیابه شو.

XS
SM
MD
LG