د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیر اعظم عمران خان د ای اېس ای نوی مشر اعلان کړ


وزیر اعظم عمران خان
وزیر اعظم عمران خان

د وزیر اعظم عمران خان له دفتره د اکتوبر پر ۲۶مه په یوه اعلامیه کې لېفټننټ جنرل ندیم انجم د پاکستان د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د مشر په توګه اعلان شوی.

دی د لېفټننټ جنرال فېض حمید پرځای راغلی او خپل کار به د نومبر له ۲۰مې نېټې څخه پیلوي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي دي چې جنرال فېض حمید به د نومبر د ۱۹مې نېټې پورې خپل کار جاري ساتي. تر دې وړاندې د پوځ لخوا رسنیو ته ویل شوي وو چې د ای اېس ای نوی مشر به د اکتوبر له میاشتې خپل کار رسماٌ پېلوي خو د وزیراعظم له دفتره د نوي مشر د نومولو اعلان د ځنډ ښکار شو.

د وزیراعظم عمران خان دفتر د اکتوبر پر ۲۶مه په خپله ټوېټر پاڼه ورکړي چې د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ای اېس ای د نوي مشر پر انتخاب او د هغه د کاري مودې د پېلېدو په وخت کې پر بدلون خبرې وکړې.

له دې وړاندې د پاکستاني مطبوعاتو کې داسې راپورونه ول چې د استخباراتي ادارې (ای اېس ای) د نوي مشر د انتخاب پر سر د عمران خان او پوځ ترمینځ اختلافات دي خو له دغې وروسته روانه میاشت د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د پوځ او وزیر اعظم ترمینځ په دې اړه د اختلافاتو تردید کړی وو او دا یې ویلي وو چې ډېر زر به د وزیر اعظم له دفتر د ای اېس ای د نوي مشر نوم اعلان شي.

XS
SM
MD
LG