د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالقدوس بزنجو د بلوچستان نوي اعلا وزیر لپاره ونومول شو


بلوچستان عوامي پارټۍ عبدالقدوس بزنجو د نوي اعلا وزیر څوکۍ نوماند
بلوچستان عوامي پارټۍ عبدالقدوس بزنجو د نوي اعلا وزیر څوکۍ نوماند

بلوچستان عوامي پارټۍ عبدالقدوس بزنجو د هغې صوبې د نوي اعلا وزير لپاره خپل اميدوار نومولی دی.

د ياد ګوند وياند عبد الرحمن کېتراڼ د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه په کوټه کې رسنيو ته وويل چې له اتحادي ګوندونو سره تر سلا مشورې وروسته یې مير عبد القدوس بزنجو د راتلونکي اعلا وزير لپاره نومولی دی.

د بلوچستان پخواني اعلا وزیر جام کمال خان پر داسې مهال استعفا ورکړې چې د اکتوبر پر ۱۱مه د نوموړي پرضد د هغه د ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۴ غړو له اپوزیشن ګوندونو سره یوځای د ده پروړاندې د بې باورۍ قرارداد (عدم اعتماد تحريک) راوړ او د اکتوبر پر ۲۰مه نېټه اسمبلۍ ته وړاندې شو.

ټاکل شوې وه چې د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه (پرون) د صوبايي اسمبلي غړي د نوموړي پر وړاندې د بې باروۍ قرارداد لپاره خپلې رایې وکاروي خو تر هغه مخکې جام کمال خپله څوکې پرېښوه.

له جام کمال وروسته د بلوچستان اسمبلي اسپیکر میر عبد القدوس بزنجو هم د اکتوبر پر ۲۵مه نېټه (پرون) له خپلي څوکۍ استعفا ورکړه.

تر استعفا ورکولو مخکې جام کمال خان د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټوېټر وليکل "پر پلان شویو خنډونو سربېره يې د صوبې د مجموعي حکومتدارۍ او پرمختيا لپاره خپل وخت او توانايي مصرف کړې وه او اوس په درناوي دنده پرېږدي."

اخوا د اکتوبر پر ۲۵مه چې د اسمبلۍ غونډه پیل شوه نو د بلوچستان عوامي ګوند مرورو غړو د سپیکر په غوښتنه د عدم اعتماد تحریک بېرته واخیست. سپیکر عبدالقدوس بزنجو وویل چې د اعلاوزیر تر استعفا وروسته پر هغه تحریک د رایې اچونې اړتیا نه شته.

بزنجو د غونډې پر مهال امر وکړ چې د سېپټېمبر له ۱۴مې څخه د اکتوبر تر ۲۴مې نېټې دې د پخواني اعلاوزیر ټول احکامات منسوخ شي. تر دې وروسته د اسمبلۍ غونډه پای ته ورسېده او نوموړي خپل استعفالیک د بلوچستان ګورنر ته واستاوه.

جام کمال خان په يو بل پيغام کې وزيراعظم عمران خان ته په اشاره ويلي ول چې خپل ځينې وزیران دې ته نه پرېږدي چې د بلوچستان په سیاسي معاملاتو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي د چا نوم نه دی یاد کړی او نور معلومات یې هم نه دي ورکړي.

خو د بلوچستان عوامي ګوند مرورو غړو او اپوزیشن تور پورې کاوه چې جام کمال خان په حکومتي چارو کې په اعتماد کې نه اخیستل او د خپلو وزیرانو په کارونو کې یې مداخله کوله. د اسمبلۍ یوشمېر غړو همداراز تور پورې کاوه چې اعلاوزیر ورته د حلقو د پرمختیايي چارو لپاره پیسې نه ورکولې.

خو پخواني اعلا وزیر تر استعفا مخکې په بیا بیا دا تورونه رد کړي ول او دریځ یې لاره چې په خپله څه د پاسه درې کلنه واکمنۍ کې یې په صوبه کې یوشمېر پرمختیايي پروژې عملي کړې وې.

په بلوچستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې سیاسي کړکېچ د دغه صوبې سرکاري پرمختیايي کارونه له خنډ سره مخامخ کړي ول.

XS
SM
MD
LG