د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان اعلاوزیر جام کمال خان تر استعفا وروسته د اسمبلۍ سپیکر هم مستعفي شو


جام کمال خان د اکتوبر پر ۲۴مه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه - انځور له ارشیفه
جام کمال خان د اکتوبر پر ۲۴مه له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه - انځور له ارشیفه

د بلوچستان اعلاوزیر جام کمال خان د اتوار پر ماښام تر هغې یوه ورځ مخکې له خپلې دندې استعفا ورکړه چې ټاکل شوې وه چې د اکتوبر پر ۲۵مه د صوبايي اسمبلي غړي د نوموړي پر وړاندې د عدم اعتماد پر تحریک خپلې رایې وکاروي.

د بلوچستان ګورنر د دفتر یوه چارواکي د اکتوبر ۲۴مې شپې مهال مشال راډیو ته په استولي بیان کې تایید کړه چې جام کمال والي ظهور اغا ته استعفا استولې وه چې هغه منظوره کړه. د اعلاوزیر له استعفا سره د بلوچستان کابینه هم تحلیل شوه.

په عین حال کې د اکتوبر پر ۲۵مه د بلوچستان اسمبلۍ سپیکر میر عبدالقدوس بزنجو هم له خپلې دندې استعفا ورکړې. نوموړي دا اقدام تر هغې وروسته وکړ چې د واکمن بلوچستان عوامي ګوند غړو وویل چې نوموړی د اعلاوزیر څوکۍ ته نوماندوي.

د بلوچستان صوبه له شاوخوا یوې میاشت راهیسې د سیاسي بحران ښکار وه.

جام کمال خان پر داسې مهال استعفا ورکړې چې د اکتوبر پر ۱۱مه د نوموړي پرضد د هغه د ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ ۱۴ غړو د عدم اعتماد تحريک دایر کړی وو چې د اکتوبر پر ۲۰مه رسماً اسمبلۍ ته وړاندې شو.

د نوموړي د خپل ګوند، د اېتلافي حکومت ګوندونو او اپوزیشن غړو د هغه پر حکومتولۍ انتقاد کاوه.

تر استعفا ورکولو مخکې جام کمال خان د اکتوبر پر ۲۴مه پر ټوېټر وليکل "پر پلان شویو خنډونو سربېره يې د صوبې د مجموعي حکومتدارۍ او پرمختيا لپاره خپل وخت او توانايي مصرف کړې وه او اوس په درناوي دنده پرېږدي."

اخوا د اکتوبر پر ۲۵مه چې د اسمبلۍ غونډه پیل شوه نو د بلوچستان عوامي ګوند مرورو غړو د سپیکر په غوښتنه د عدم اعتماد تحریک بېرته واخیست. سپیکر عبدالقدوس بزنجو وویل چې د اعلاوزیر تر استعفا وروسته پر هغه تحریک د رایې اچونې اړتیا نه شته.

بزنجو د غونډې پر مهال امر وکړ چې د سېپټېمبر له ۱۴مې څخه د اکتوبر تر ۲۴مې نېټې دې د پخواني اعلاوزیر ټول احکامات منسوخ شي. تر دې وروسته د اسمبلۍ غونډه پای ته ورسېده او نوموړي خپل استعفالیک د بلوچستان ګورنر ته واستاوه.

جام کمال خان په يو بل پيغام کې وزيراعظم عمران خان ته په اشاره ويلي ول چې خپل ځينې وزیران دې ته نه پرېږدي چې د بلوچستان په سیاسي معاملاتو کې لاسوهنه وکړي. نوموړي د چا نوم نه دی یاد کړی او نور معلومات یې هم نه دي ورکړي.

خو د بلوچستان عوامي ګوند مرورو غړو او اپوزیشن تور پورې کاوه چې جام کمال خان په حکومتي چارو کې په اعتماد کې نه اخیستل او د خپلو وزیرانو په کارونو کې یې مداخله کوله. د اسمبلۍ یوشمېر غړو همداراز تور پورې کاوه چې اعلاوزیر ورته د حلقو د پرمختیايي چارو لپاره پیسې نه ورکولې.

خو پخواني اعلا وزیر تر استعفا مخکې په بیا بیا دا تورونه رد کړي ول او دریځ یې لاره چې په خپله څه د پاسه درې کلنه واکمنۍ کې یې په صوبه کې یوشمېر پرمختیايي پروژې عملي کړې وې.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG