د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان پیلوټان: طالبان مو په افغانستان کې کورنۍ ځوروي


 افغان پیلوټان. انځور- ارشیف
افغان پیلوټان. انځور- ارشیف

تاجکستان ته اوړېدلي افغان پیلوټان وايي، طالبان یې په افغانستان کې کورنیو ته ګواښونه کوي.

دا هغه پیلوټان دي چې د اګست په میاشت کې، کابل ته د طالبانو له ننوتو وروسته د هیواد پرېښودو او په ګاونډي هیواد تاجکستان کې پناه اخېستو ته اړ شوي دي. دغه پیلوټان وايي، اوس په افغانستان کې طالبان د هغوی د کورنیو پاتې غړو ته ګواښونه کوي چې خپلوان مو بیرته هیواد ته راوغواړئ.

په دغو کې ځیني پیلوټان وايي چې امریکا ته د تلو لپاره یې سفري اسناد پوره شوي دي او ډېر ژر به هلته ولاړ شي. خو دوو هغو پيلوټانو چې د تاجکستان د سر ښار دوشنبې په اطرافو کې یې پناه اخېستې ده، د اکتوبر پر ۲۳مه مشال راديو ته وویل چې طالبان پر هغوی افغانستان ته د ستنېدو لپاره فشار اچوي.

يو پیلوټ د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د هغه زوی افغانستان ته له ستنېدو پس د طالبانو لخوا وهل شوی او ورته یې ويلي که پلار دې هيواد ته ستون نه شو نو وبه وژل شې.

یو بل پيلوټ ويلي چې طالبان د هغوی يو شمېر خپلوانو کورونو ته ورغلي او له هغو یې غوښتلي چې دا پیلوټ دې افغانستان ته راستون شي.

هغه زیاته کړه چې له طالبانو سره د هغو ۱۴۳ پیلوټانو د نومونو فهرست دی چې دا مهال په تاجکستان کې دي او اوس طالب چارواکي د دغو پيلوټانو پر خپلوانو د هغوی د ستنېدو لپاره فشار اچوي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دې پيلوټانو دا تورونه رد کړي او د اکتوبر پر ۲۳مه یې مشال راديو ته ويلي چې هېڅ څوک د دوی پروا نه کوي او زیاتوي چې دا پيلوټان غواړي دا ډول دعوې وکړي چې په بهرنيو هيوادونو کې پناه واخلي.

مجاهد وويل چې که دغه پیلوټان افغانستان ته ستانه شي نو هېڅ مشکل به ورته نه پېښېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG