د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد پر لور بیا د تحریک لبیک لاریون


د ۲۰۲۰ز کال د اپرېل میاشت په لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان لاریون
د ۲۰۲۰ز کال د اپرېل میاشت په لاهور کې د تحریک لبیک پاکستان لاریون

پاکستان کې تر سرکاري بندیز لاندې تحریک لبیک اعلان کړی دی چې د اکتوبر له ۲۲ مې به د اسلام اباد پر لور لاریون کوي او تر هغه وخته به هلته پرلت وهي چې حکومت یې غوښتنې نه وي منلې.

د یاد تحریک مرکزي مخکښ راجا دانش بختیار د اکتوبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، دوی له تېرو ۱۵ ورځو سوله ییز احتجاجونه کول خو حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو ځکه یې پرېکړه وکړه چې د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره یوځل بیا اسلام اباد ته ولاړ شي.

د نوموړي په وینا خپلې مخکینۍ غوښتنې چې حکومت ورسره منلې وې، پوره کېدل غواړي.

(تر ټولو لومړۍ غوښتنه دا وه چې حکومت به پارلمان ته بیل وړي، هغه به منظوروي او د فرانس سفیر به له ملک باسي، د تحریک لبیک مشر سعد رضوي به له بند او مقدمو خوشې کوي‌، د تحریک نیول شوي غړي به پرېږدي او پر هغوی جوړې مقدمې به بیرته اخلي خو حکومت پر دې هیڅ عمل نه دی کړی.)

د پاکستان حکومت له تحریک لبیک سره د ۲۰۲۰ز کال د نومبر پر ۱۶تړون کړی وو چې په درېوو میاشتو کې به د مذهب سپکاوي د خاکو خپرولو پر سر له پارلېمانه د قانون تر منظورولو وروسته به له هېواده د فرانسې سفیر د ایستلو لپاره ګام پورته کوي.

هغه درې میاشتې د ۲۰۲۱ز کال د فېبرورۍ پر ۱۶مه پوره شوې وې خو د حکومت په غوښتنه یاد تحریک خپل احتجاج د اپرېل تر ۲۰مې ځنډولی وو. خو کله چې د اپرېل ۲۰مه نژدې شوه نو حکومت د دې تحریک مشر سعد رضوي بندي کړ او پر دې تحریک یې بندیز ولګاوه.

له مشال رېډیو سره په خبرو کې د سیاسي چارو پوه طلعت مسعود په اند هغه وخت ښايي حکومت تر ډېر فشار لاندې وو ځکه یې تړون ورسره کړی وو. تحریک لبیک د اسلام اباد او راولپنډۍ پر نښلوونکي سړک پرلت وهلی وو، هر ډول تګ راتګ یې درولی وو، نو حکومت د امنیتي ځواکونو په زور د هغوی لیرې کولو پرځای شاید دا غوره ګڼلې وه چې یو تړون ورسره وکړي.

د نوموړي په وینا: ((دې ته له یو پلوه غلط ویل کېدای شي خو زما په فکر هغه وخت مصلحت هم دا وو.))

تحریک لبیک د ۲۰۱۷م کال په نوومبر کې هم په اسلام اباد کې په پرلت وهلو سره د مسلم لیګ ن د هغه وخت وفاقي حکومت مجبور کړی وو چې د قانون وزیر لیرې کړي.

تحریک لبیک د قانون وزیر زاهد حامد تورن کړی وو چې د انتخاباتو په قانون کې یې د اسلام ضد نقطې اچولې دي.

که څه هم هغه دا تور رد کړی وو خو بیا هم مسلم لیګ ن د تحریک لبیک د فشار له کبله هغه له دندې لیرې کړی وو.

د پنجاب پر سیاسي حالاتو ژور نظر لرونکی سهېل وړایچ وايي، تحریک لبیک د خپل پخواني‌ مشر خادم رضوي تر مرګ وروسته هغسې قوي نه دی پاتې شوی.

((زما په خیال خو اوس د پخوا پرتله مضبوط نه دی، پخوا ډېر قوي وو، اوس کمزوری شوی دی خو بیا یې هم دومره قوت شته، چې یو ځای بند کړي، لانګ مارچ وکړي او یو ځای مشلات جوړ کړي.))

خادم رضوي د ۲۰۲۰ز کال د اپرېل پر ۱۹مه د کورونا وایرس له کبله په لاهور کې مړ شوی وو.

پر هغه تور وو چې د اسټبلشمنټ په وینا د حکومتونو پرضد احتجاجونه کوي. خو اسټبلشمنټ داسې تورونه تل رد کړي چې ګواکې دوی د پاکستان په سیاست کې ګوتې وهي.

XS
SM
MD
LG