د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټي ۲۰ نړیوال جام: نن دوې لوبې کېږي


د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام یوه لوبه

د ۲۰ اوریز کرکټ نړیوال جام د اکتوبر پر ۱۹مه (نن) د عمان په مسقط کې دوې لوبې کېږي.

لومړۍ لوبه د سکاټ لېنډ او پاپوانيوګېني ترمینځ د پېښور په وخت درې بجې او دویمه هغه د بنګله دېش او عمان ترمینځ ده چې د پېښور په وخت ۷ بجې پيلېږي. تر دې مخکې سیاليو کې بنګله دېش و سکاټلېنډ ته، پاپوانيوګېني و عمان ته، نمېبیا و سريلنکا ته او نیدرلېنډز و ایرلېنډ ته خپل لومړي مېچونه بايللي وو.

د اکتوبر ۱۸مې نېټې په لوبو کې ایرلېنډ نيدرلېنډز او سریلنکا نمېبیا ته ماتې ورکړه. همداراز په تمريني لوبو کې جنوبي افریقا له افغانستان، پاکستان له ویسټ انډيز، هند له انګلېنډ او اسټريليا له نيوزیلېنډ خپلې سيالۍ وګټلې.

په دې ټورنمنټ کې به د ۱۶ هېوادونو ترمینځ ټولې ۴۵ لوبې وشي. پایلوبه (فاینل) به یې د نومبر پر ۱۴مه په دوبۍ کې کېږي. پاکستان خپله لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۴مه د هند په وړاندې او افغانستان خپله لومړۍسیالي د اکتوبر په ۲۵مه کوي خو لا یې هم مقابل لوری نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG