د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان ۱۰۰۰ زده کوونکو ته پر تورخم پاکستان ته د وراوښتو اجازه


د تورخم دروازه
د تورخم دروازه

په کابل کې د پاکستان سفارت د شاوخوا ۱۰۰۰ تنو افغان زده کوونکو په مخ د تورخم دروازې د پرانیستلو خبر ورکړی دی.

سفارت د اکتوبر ۱۷مې شپې مهال یوه اعلامیه خپره کړې چې په دوو لېسټونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰ افغان زده کوونکو نومونه یاد شوي.

د سفارت د اعلامیې له مخې دغو افغان زده کوونکو وار دمخه له سفارت سره ځانونه ثبت کړي ول او دوی اجازه ورکوي چې د خپلو درسونو د دوام لپاره پاکستان ته ننوځي.

د راپورونو له مخې، د هغو زرګونه کسانو له ډلې چې غواړي پاکستان ته ولاړ شي ګڼ زده کوونکي هم شامل دي چې وايي له درسونو شاته پاتې دي، خو د پاکستان حکومت د ننوتلو اجازه نه‌ ورکوي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو د تورخم او سپين بولدک لارې څو واره تړل شوي چې ورسره دواړو خواوو ته کسان ایسار پاتې دي.

پر دې سربېره، افغان سوداګر شکایت لري چې دا لارې د تجارتي مالونو د لېږد په مخه هم بندې دي او له امله‌یې سلګونه لارۍ چې په‌کې تازه مېوې بار دي د سپين بولدک له دروازې سره نېږدې درول شوې دي.

دغو سوداګرو شکایت کړی چې که پاکستان ته د ورتلو اجازه ورنه‌کړل شي تازه مېوې به ټولې له‌ منځه لاړې شي او له امله به‌ یې میلیونونه ډالره تاوان وویني.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG