د لاسرسي ځای

تازه خبر

چارواکي په شمالي وزيرستان کې د يوه طالب کمانډر د وژنې ادعا کوي


چارواکي وايي، د لټون عملیاتو پر وخت یې د وسله والو یو کمانډر وژلی دی
چارواکي وايي، د لټون عملیاتو پر وخت یې د وسله والو یو کمانډر وژلی دی

د شمالي وزیرستان په میرعلي کی امنیتي ځواکونو د لټون عملیاتو پر مهال یو وسله وال وژلی دی.

له سیمې امنیتي او د استخباراتي ادارو چارواکو د نوم نه ښودلو په شرط د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډيو ته ويلي چې د لټون عملیاتو پر وخت یې د وسله والو یو کمانډر عارف الله عرف دادالله وژلی دی.

چارواکي وايي، عملیاتو پر مهال د امنیتي عسکرو او وسله والو ترمینځ ډزې هم شوي دي. خو دا لا نه ده مالومه چې دغه تن د کومې وسله والې ډلې سره تړاو لرلو او نه تر اوسه کومې ډلې په دې اړه څه ویلي دي.

د امنیتي چارواکو ترمخه په شمالي وزیرستان کې له تېر یو نیم کال راهیسې د وسله والو خلاف عملیات کې تر ۱۵۰ پورې وسله وال وژلي دي.

په دې ورستیو کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو او امنیتي عسکرو ترمینځ په نښتو کی تیزي راغلې ده. د سرکاري شمېرو تر مخه په تېره یوه اوونۍ کې په شمالي وزیرستان کې پر امنیتي ځواکونو درې بېلابېل بریدونه شوي چې پکې د پاکستاني پوځ اووه عسکر وژل شوي دي.

دغه بریدونه د شمالي وزیرستان په سپینوام او دوڅلي سیمو کې شوي چې زمه واري يې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG