د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ کې چاودنې د شیګل ولسوالۍ طالب قومندان وژلی، ګڼ ژوبل


د کونړ مرکز اسعداباد
د کونړ مرکز اسعداباد

د کونړ ولایت په مرکز اسعد اباد کې په یوه چاودنه کې د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان وژل شوی او ۱۱ ژوبل دي.

عیني شاهدانو مشال راډیو ته وویل، چاودنه نن سهار لس بجې هغه مهال شوې چې د طالبانو رېنجر ګاډی د اسعد اباد له کېرالې پله تېرېده.

د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې په پېښه کې د څلورو طالبانو په ګډون اته کسان ژوبل شوي او یو وژل شوی دی. نوموړي له دې پرته نور معلومات نه دي ورکړي.

د اسعد اباد د مرکزي روغتون یوه ډاکتر د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د چاودنې له ځای څخه ټول ۱۲ ژوبل کسان وروړل شوي ول چې پکې د شیګل ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنیه قوماندان عبدالله د سختو ټپونو له وجې ومړ. ډاکتر زیاتوي په ژوبلو کې د ښوونځي د یوه زده کوونکي په ګډون اووه ولسي وګړي هم شامل دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

په تېره شاوخوا یوه نیمه میاشت کې د طالبانو پر ګاډو څلور بمي حملې شوې دي چې پکې ورته مرګ ژوبله اوښتې.

XS
SM
MD
LG