د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا: د افغانستان کنګل پیسو په اړه مو سیاست نه دی بدل شوی


د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ له غونډې دوه ورځې وروسته چې دواړو لوریو مثبته او بریالۍ بللې وه، امریکا وايي، د افغانستان کنګل پیسو د ازادېدو په تړاو یې سیاست نه دی اوښتی.

په دوحه کې د امریکا او طالب چارواکو ترمینځ د غونډې یوه موضوع، د دې پیسو راخلاصېدل وو.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي له غونډې وروسته ویلي و، هیله‌مند دی چې متحده ایالات د افغانستان کنګل شوې پیسې خلاصې کړي، خو دې هیلو ته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي، ناهیلی کوونکی ځواب ورکړی.

له ساکي د سېشنبې په خبري غونډه کې وپوښتل شول چې ایا د افغانستان د کنګل پیسو د ازادېدو په اړه د امریکا په سیاست کې بدلون راغلی؟

د سپینې ماڼۍ ویاندې د دې پوښتنې په ځواب کې وویل: "نه، په دې سیاست کې هېڅ ډول بدلون نه دی راغلی."

واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم، امریکا د افغانستان بانکي زېرمه چې ۹،۶ میلیارډ ډالره ارزښت لري، کنګل کړه.

طالبانو او یو شمېر افغانانو په ځلونو د دې پیسو د خلاصېدو غوښتنه کړې، تردې چې دا غږ د پاکستان صدراعظم عمران خان هم بدرګه کړ، خو لا یې پایله نه ده ورکړې.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان کنګل شوې بانکې زېرمې ته اشاره کړې او له طالبانو سره یې اړیکې د دوی په عمل پورې تړلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس پرون خبریالانو ته وویل، دوی غواړي ډاډه شي چې دا هېواد یو ځل بیا د امریکا پر وړاندې د بریدونو د طراحۍ د مرکز په توګه نه‌ کارول کېږي.

پرایس زیاته کړه: "کله چې تاسې د مرکزي بانک د زېرمو په اړه غږېږئ، زه نه غواړم، ډېر وړاندې ولاړ شم، خو هغه څه چې زه یې په دې اړه وایم، هماغه خبره ده چې موږ په ځلونو تکرار کړې. موږ د افغانستان هر راتلونکی دولت د هغوی د کړنو او په کلیدي برخو کې د دوی د چلند له مخې ارزوو او ورسره چلند کوو."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، غواړو ډاډه شو چې افغانستان بیا د امریکا پر وړاندې د بریدونو د طراحۍ د مرکز په توګه نه‌ کارول کېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نېډ پرایس وویل، غواړو ډاډه شو چې افغانستان بیا د امریکا پر وړاندې د بریدونو د طراحۍ د مرکز په توګه نه‌ کارول کېږي.

طالبان د امریکايي چارواکو د نوېو څرګندونو په اړه څه نه وايي، خو له دې وړاندې یې مسوولانو په دې اړه غبرګون ښودلی.

تر ټولو تازه یې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان مقتي څرګندونې دي.

متقي ویلي، د امریکا په څېر یو لوی قدرت ته نه ښايي چې د افغانستان د بې‌وزله هېواد پیسې کنګل کړي.

متقي په قطر کې امریکايي چارواکو سره لیدنه کې دا هم ویلي و چې متحده ایالات دې د افغانستان د بې‌ثباتۍ هڅه نه کوي.

متحده ایالاتو د افغانستان د بانکي زېرمې د کنګل کېدو په اړه روښانه دلایل نه دی وړاندې کړي، خو له طالبانو یې غوښتنې معلومې دي:

  • د بشر حقونو ته درناوی
  • د نجونو او ښځو زده‌کړه
  • نجونو او ښځو ته د کار اجازه
  • له ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرېکون
  • او د یوه ټول-ګډونه حکومت جوړول، د دې غوښتنو له مهمو هغو دي.

خو طالبان بیا د دې ټولو په ځواب کې وايي، له نړۍ سره خپلو کړو وعدو ته ژمن دي، خو اجازه نه ورکوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې څوک‌ لاسوهنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG