د لاسرسي ځای

تازه خبر

م.م افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو د سرغړونو پلټنو لپاره ځانګړی پلټونکی ګوماري


د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا. انځور- ارشیف
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا. انځور- ارشیف

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په افغانستان کې د طالبانو او نورو ډلو له لوري د سرغړونو د تورونو پلټنو لپاره د ځانګړي پلټونکي د ګومارلو په حق کې رایه ورکړې ده.

د اکتوبر پر اوومه قرارداد اروپايي ټولنې وړاندې کړی چې ۲۸ غړو هېوادونو یې په حق او د پاکستان، روسیې او چین په ګډون پینځو هېوادونو یې په مخالفت کې رایې ورکړې.

دغه شورا چې په جینیوا کې ده ټول ۴۷ غړي لري چې ورڅخه یې ۱۴ د قرارداد په اړه له رایې ورکولو ډډه وکړه.

د اروپايي ټولنې له پرېکړه لیک سره سم، ځانګړی پلټونکی به د راتلونکي کال په مارچ کې کار پیل کړي او ورسره به د ملګرو ملتونو کارپوهان د قضايي شننو، د عدلي طب او ښځو د حقونو په برخو کې همکاري کوي.

شورا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېچل بچېلېت ته واک ورکړی چې تر مارچ پورې وضعیت وڅاري.

طالبان د اګست په نیمايي کې تر پراخو عملیاتو وروسته په داسې حال کې پر افغانستان واکمن شول چې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په بیړه په هغه هېواد کې خپل ۲۰ کلن پوځي حضور پای ته ورساوه.

له هغه وخت راهیسې غرب په افغانستان کې د بشري حقونو، او په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د وضعیت د خرابېدو په اړه د جدي اندېښنې څرګندونه کړې.

د اکتوبر پر اوومه د بښنې نړیوال سازمان په یوه بیان کې د ځانګړي پلټونکي ګومارنه د ملګرو ملتونو له خوا په افغانستان کې د ((بشري حقونو د حالت د څارلو پر لوري د لومړي مهم قدم)) په توګه یاده کړې.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG