د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا او چين ولسمشران ويډیويي خبرې اترې لري


د امریکا او چین ولسمشران
د امریکا او چین ولسمشران

امريکا او چين سلا شوي چې ولسمشران به يې د کال تر پای وړاندې ويډيويي خبرې اترې کوي.

د اکتوبر پر شپږمه نېټه خپاره شوي خبرونه د يوه لوړ پوړې امريکايي چارواکي په حواله وايي چې ولسمشر جو بایډن او د چین ولسمشر ژي چن پنګ به ويډیويي لیدنه کوي.

چارواکي خبريالانو ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې په اصولو کې د ورچول يا ویډيو له لارې د ملاقات موافقه شوې.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جين پاسکي ویلي چې د ليدنې پر جزیاتو لاهم کار نه دی شوی.

دا ورچول ملاقات له هغه وروسته اعلان شوی چې د امريکا د ملي امنيت سلاکار جیک سوليوان د سويزر لېنډ په زيورخ ښار کې له یوه لوړ پوړې چينايي ډپلوماټ یانګ يیچي سره په ملاقات کې تر شپږو ساعتونو خبرې وکړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG