د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران پولې ته نږدې پوځي تمریناتو د تهران او باکو ترمنځ ترینګلتیا زیاته کړې


له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات
له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات

د ایران او اذربایجان ترمنځ ترینګلتیا له هغه وروسته زیاته شوې چې اذربایجان د ایران پولې ته نږدې پوځي تمرینات ترسره کړل او تهران هم ورته اقدام وکړ.

اذربایجان په تېره سېپټېمبر میاشت کې د ایران د پولې په ۵۰۰ کیلومترۍ کې پوځي تمرینات ترسره کړل.

په دې تمریناتو کې ایټمي وسله لرونکي پاکستان او د ناټو مهم غړي هیواد ترکیې ګډون کړی وو.

د هالېنډ په لیډن پوهنتون کې د ختیځ او مرکزي اسیا د څانګې رییس تورج اتابکي وایي، د ایران او اذربایجان په اړیکو کې د ترینګلتیا زیاتېده نور عوامل هم لري.

دی وايي، "اذربایجان ارمنیا ته د ایراني لاریو تګ محدود کړی او په دې وروستیو کې یې دوه ایراني لارۍ چلوونکي هم نیولي او بل دا چې د اذربایجان او اسراییل ترمنځ چې ایران‌ یې په سیمه کې سخت دښمن بولي، اړیکې پراخې شوې دي."

له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات
له اذربایجان سره پر ګډه پوله د ایران پوځي تمرینات

هغه د مشال راډیو ایرانۍ څانګې ته وویل چې د ایران د اسلامي جمهوریت اندېښنه پر ځای ده او هغه په سیمه کې د اسراییل په ښکاره حضور پورې تړلې ده.

د ده په وینا، اذربایجان چې په ۱۹۹۳م کال کې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته خپلواکي اعلان کړې نو اسراییل په باکو کې خپله استازولي پرانیستې ده او تر اوسه دغه حضور دوام لري."

ده زیاته کړه چې اسراییل او اذربایجان نږدې اړیکې درلودې او وروسته دغه اړیکې تر پوځي او امنیتي همکاریو پورې پراخې شوې.

تهران له اذربایجان سره شمال لوېدیځې پولې ته نږدې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواک د پوځي سامانونو له ځای پر ځای کېدو وروسته د اکتوبر پر لومړۍ نېټه په سیمه کې پوځي تمرینونه پیل کړل چې دې مسلې هم د دواړو هېوادونو په اړیکو کې ترینګلتیا لا زیاته کړه.

د اذربایجان ولسمشر الهام علییېف د روانې اوونۍ په پیل کې د ایران پوځي تمرینونه د اندېښنې وړ وبلل او ویې‌ ویل چې د تهران دغو اقداماتو دی حیران کړی دی.

عليیېف وویل، "دا د هر هېواد حق دی چې په خپله خاوره کې پوځي تمرینونه ترسره کړي". خو ده پوښتنه راپورته کړه چې "دا تمرینونه ولې اوس تر سره کېږي او هغه هم د اذربایجان له پولې سره؟"

د اذربایجان ولسمشر الهام عليیېف - انځور له ارشیفه
د اذربایجان ولسمشر الهام عليیېف - انځور له ارشیفه

ولسمشر علي یېف هم داسې وویل چې ایران ۲۰ کاله مخکې دغه پولې ته نږدې د قدرت ورته ننداره ښکاره کړې وه.

د ایران په پوځي تمرینونو کې د دې هېواد توپچي قواوو، بې‌ پیلوټه الوتکو او هلیکپټرو برخه اخیستې وه.

تر دې مخکې د سپټمبر په ۱۲مه د پولې بلې غاړې ته په هغو تمرینونو کې چې د ۲۰۲۱ کال د درېیو وروڼو په نوم پیل شوي وو، د اذربایجان، پاکستان او ترکیې ځواکونو ګډون کړی وو.

دغو هېوادونو ویلي چې له دغو پوځي تمرینونو یې هدف د درې واړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول دي.

خو پر هغو په اردبیل ښار کې د ایران د ستر مشر ایات‌الله علي خامنایي استازي سخت انتقاد وکړ او د اذربایجان حکومت ته‌ یې خبرداری ورکړ چې د ده په وینا، د زمري له لکۍ سره دې لوبه نه‌کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG