د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ویزه لرونکو افغانانو اضافي اجازتنامه مه غواړئ: د وزیر اعظم عمران خان سپارښتنه


اوسمهال په تورخم کې لسګونه زره افغانان پاکستان ته د اوښتو په انتظار دي. انځور- ارشیف
اوسمهال په تورخم کې لسګونه زره افغانان پاکستان ته د اوښتو په انتظار دي. انځور- ارشیف

د پاکستان د وزیراعظم یوه سلاکار ویلي، عمران خان سپارښتنه کړې چې له ویزه لرونکو افغانانو څخه دې هغه هېواد ته د ورتګ پرمهال اضافي اجازتنامه نه غوښتل کېږي.

د اګست په نیمايي کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې، پاکستان ته له تلونکو افغانانو څخه د ویزې ترڅنګ د (بارډر پاس) په نوم یو بل لیک هم غوښتل کېده چې د افغانانو ستونزې یې زیاتې کړې وې او ځینو خو به ان د سلګونه ډالرو د رشوت په بدل کې ترلاسه کاوه.

د وزیراعظم عمران خان د اداري چارو سلاکار شهزاد ارباب د سېپټېمبر پر ۳۰مه پر ټوېټر لیکلي چې د پاکستان کابینې په تورخم کې له وراوښتونکو افغانانو څخه د ناقانونه پیسو د اخیستو پر شکایتونو بحث وکړ.

د ده په خبره، وزیراعظم اړونده ادارو ته سپارښتنه وکړې چې له اجازتنامې پرته دې یوازې په ویزو افغانانو ته پاکستان ته د تګ اجازه ورکړي.

اوسمهال په تورخم کې لسګونه زره افغانان پاکستان ته د اوښتو په انتظار دي.

تر اوسه معلومه نه ده چې د وزیراعظم عمران خان سپارښتنه به کله عملي شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG