د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ساحلي پټۍ کې د توپان خطره ده


کب نیوونکو خپلې کشتۍ د ممکنه توپان له خطره پر ساحل لنګر کړې دي. ۲۰۲۱، ۳۰م سېپټېمبر
کب نیوونکو خپلې کشتۍ د ممکنه توپان له خطره پر ساحل لنګر کړې دي. ۲۰۲۱، ۳۰م سېپټېمبر

د پاکستان موسمیاتو اداره وايي په عرب سمندرګي کې راپورته شوی شاهین نومي توپان به نن د پاکستان ساحل ته ورسېږي.

د یادې ادارې یوه لوړپوړي چارواکي سید مشتاق علي شاه د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل چې دا توپان د پاکستان له ساحله شاوخوا ۲۰۰ کلیومیټره ليرې دی.

د ده په وینا، دا به د پاکستان له ساحلي سیمو سره د عمان هیواد پر لور تېرېږي.

سید مشتاق علي شاه زیاتوي چې د کراچۍ او ګوادر په ګډون یې د پاکستان ټولو ساحلي ښارونو ته د تېز باد او باران خبرداری ورکړی دی.

د ده په وینا، دا توپان په یو ساعت کې له ۱۵ تر ۲۹ کلیومیټره واټڼ وهي.

د بلوچستان حکومت ویاند لیاقت شاهواني د اکتوبر پر لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وويل چې په ګوادر او نورو ساحلي سیمو کې يې تیارسي (هاي الرټ) جاري کړې او د ډېرې خطرې په صورت کې يې له دغو سیمو د خلکو ايستو پلان هم جوړ کړی دی.

د نوموړي په وینا، هلته سرکارې ودانۍ یې په عارضي توګه خالي کړې دي او ټولو روغتونو ته یې امر کړې چې د بیړنیو حالاتو لپاره تیار اوسئ.

د شاهين سمندري توپان په اړه د پاکستان د موسمیاتو د ادارې چيف ميټریالوجسټ سید مشتاق علي شاه وايي چې د دې توپان جوړښت د روايتي پيشنګویانو خلاف وو.

د ده په وینا، دا توپان په بنګال سمندرګي کې جوړ شو، پکار خو دا وه چې د دې زور په هند کې مات شوی وی خو د وړاندوینې سرچپه دا د هند بلې غاړې ته ورسېدو بیا د کم فشار په شکل کې بحیره هند ته واوړېدو او دا دی اوس ترې بل توپان جوړ شو.

د نوموړي په وینا، دا توپان به د پاکستان له ساحلي سیمو سره تېر شي او بیا به د ایران ساحلي سیمې هم ووهي او بیا به عربي خلیج ته ورسي هلته به هم څه مزل کوي نو بیا به د عمان له سواحلو سره کېدای شي مات شي، په عمومي توګه دا ډول توپانونه چې کوم ځای کوز شي نو هلته د باران او تيزې سیلۍ په صورت کې خپل زور ښکاره کړي او مات شي خو په هند کې دې توپان هغه چلند ونه کړواو کېدای شي د پشکال او سمندرونو د شتون له امله دې توپان ته د ژوندي پاتې کيدو ډېره موقع ملاو شوې وي.

د سید مشتاق علي شاه په خبره شاهين سمندري توپان اخيرنۍ نه دی او د پشکال د موسم له امله په روانه اکتوبر او بیا په نومبر میاشت کې نور توپانونه هم راتلای شي.

XS
SM
MD
LG